په ۲۰۱۷ کال کې د وسله‌والو مخالفینو اهداف څه وو؟

د افغانستان د امنیتي ارګانونو د وړاندې شویو معلوماتو پر اساس په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د نورو کلونو په پرتله د وسله‎والو مخالفینو فشارونه زیات وو.

  • خو پوښتنه دا ده چې وسله‎والو مخالفینو د حملو له ډېرولو کوم اهداف درلودل؟
  • ​دفاع وزارت

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د دولت مخالفو وسله‎والو ډلو په ۲۰۱۷ میلادي کال کې پلان درلود چې ۸ یا نهه ولایتونه ونیسي، خپله شورا د ډیورند کرښې له پورې غاړې افغانستان ته انتقال کړي او د افغانستان مهمې لويې لارې د ټرافیکو پر مخ وتړي.

  • خو وسله‎وال مخالفین دې اهدافو ته ورسېدل؟

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري يې په اړه وايي:

"له نېکه‌مرغه افغان وسله‎وال ځواکونه ښه وتوانېدل چې د دښمن پلانونه ناکام کړي، هغوی يې پرې‎نه‎ښودل چې خپلو اهدافو ته ورسېږي، وسله‎وال مخالفین د مرکزونو په جوړولو ونه‌توانېدل او نه‌يې هم خپله شورا انتقال کړای شوه. معنی دا چې زموږ هدف چې د دولتي حاکمیت تأمين او له هېواده ساتنه وه، ورته رسېدلي یو."

په دې کال کې اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې حرکتونه درلودل.

په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د وسله‌والو مخالفینو ستر هدفونه له ناکامۍ سره مخ شوي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي چې په ۲۰۱۷ ميلادي کال کې دا ډله هم ځپل شوې او د وسله والو شمېر يې له زرګونو څخه سلګونو ته راښکته شوی دی.

ښاغلی وزیري که څه هم د دې کال په اوږدو کې د وسله‎والو مخالفینو او افغان امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې شمېرې نه‌وړاندې کوي، خو وايي چې په دې کال کې د افغان ځواکونو په پرتله د ترورېستي ډلو د وسله‎والو مرګ ژوبله څو چنده زیاته وه.

د دې تر څنګ د سرحدي ځواکونو انتقال له کورنیو چار وزرات نه دفاع وزارت ته، له فرقې د ځانګړو ځواکونو قول اردو ته لوړول، د امریکا له‎خوا افغان ملي اردو ته د یو شمېر بلک هاک الوتکو سپارل او د ځانګړو او کمانډو ځواکونو په شمېر کې زیاتوالی هغه څه دي چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د مهمو لاسته راوړنو او پرمختګونو شمېرل کېږي.

خو د دې لاسته راوړنو تر څنګ چې افغان ځواکونه‌يې یادوي په ۲۰۱۷ میلادي کال کې وسله‎وال مخالفین وتوانېدل چې د افغان ځواکونو په یو شمېر مرکزونو او له خلکو څخه په ګڼې ګوڼې سیمو کې وسله‎وال بریدونه او انتحاري حملې وکړي.

  • د کورنیو چارو وزارت

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د هغو معلوماتو پر اساس چې ازادي راډيو ته‌يې په واک کې ورکړي، په دې کال کې ۵۶ انتحاري حملې شوي چې مسؤلیت‌يې مخالفو طالبانو، داعش او یو شمېر نورو وسله‎والو ډلو پر غاړه اخیستی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې افغان امنیتي ځواکونو د وسله‎والو مخالفینو پر ضد له ۴ زرو ډېر ګډ پوځي عملیات ترسره کړي دي.

د دې وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش وايي چې په دې عملیاتو کې د افغان حکومت له ۹ زره ډېر وسله‌وال مخالفین وژل شوي له ۴ زره ډېر ټپیان شوي او د ۱۳۰۰ په شااوخوا کې ژوندي نیول شوي دي.

د ده په خبره په دې کال کې ۳ زره هغه ماینونه او چاودېدونکي مواد چې د مخالفینو له لوري په بېلابېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو، د افغان ځواکونو له لوري کشف او خنثی شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش

ښاغلی دانش وايي:

"کورنیو چارو وزارت د وسله‎والو مخالفینو پر ضد د نورو امنیتي ارګانونو په مرسته له ۴ زرو زیات او په ځانګړي توګه له ۱۰۰ زیات عملیاتونه کړي، خو د مخدره موادو پر ضد مو هم لاسته راوړنې درلودې. د وسله‎والو طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د مخدره موادو یو شمېر تأسیسات او لابراتوارونه له‎منځه وړل شوي، د دې تر څنګ موږ یو شمېر ستونزې هم درلودې چې ځواکونه مو ډېر مصروف وو."

په دې کال کې د وسله‎والو نښتو پر مهال یو شمېر ملکیانو ته هم زیان رسېدلی دی.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په دې وسله‎والو نښتو کې ۱۳۰۰ ملکیان وژل شوي او له ۳ زره ډېر ټپيان شوي دي.

په ۲۰۱۷ کال کې افغان امنیتي ځواکونو د وسله‌والو مخالفینو پر ضد نږدې ۵ زره عملیات ترسره کړي دي.

د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د ۲۰۱۷ کال د ناامنیو پېښو د دوی په ژوند منفي تأثیرات درلودل.

دوه افغانان مسلم او محمد رضا د ۲۰۱۷ میلادي کال د امنیتي ستونزو په اړه داسې وايي:

"۲۰۱۷ داسې کال و چې ناامني په‌کې ډېره شوه او افغان حکومت ډېری سیمې له لاسه ورکړې."

"۲۰۱۷ د انتحاري حملو او بمي چاودنو په ګډون د ناامنۍ ډېرې پېښې له ځانه سره درلودې چې د شاهین په قول اردو په‌کې وسله‎واله حمله وشوه او همداراز په یو شمېر نورو سیمو."

بل‎خوا یو شمېر امنيتي کارپوهان وايي چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د امنيتي لاسته راوړنو تر څنګ افغان امنیتي ځواکونه نه‎دي توانېدلي چې د افغانستان په یو شمېر سیمو کې امنيتي وضعیت کنټرول کړي.

میرزا محمد یارمند

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند ازادي راډيو ته وویل:

"۲۰۱۷ میلادي کال د نورو کلونو په پرتله ښېګڼې او بدۍ درلودې. ښېګڼې يې دا وې چې د مخالفینو پر ضد پوځي عملیاتونه په‌کې ډېر شول، نړیوالې مرستې ډېرې شوې او شپنیو عملیاتو کې هم ډېروالی راغی. بدي يې دا وه چې د افغانستان د شمالي ولایتونو په امنیت کې ښه‌والی رانه‎غی که څه هم دغلته پوځي عملیاتونه وشول، خو د ترورېستانو موجودیت هلته اوس هم حس کېږي."

خو د کورنیو چارو وزارت وايي چې افغان ځواکونه توانېدلي چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د افغانستان په شمال او شمال ختیځ کې یو شمېر ولسوالۍ او ناامنه سیمې د مخالفینو له ګواښه وژغوري.

بل‌خوا د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي چې افغان امنیتي ځواکونو په ۲۰۱۷ کال کې هڅه کړې چې په ۲۰۱۸ کال کې امنیتي وضعیت ښه شي.

د ده په خبره هیله‌مندي دا ده چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې به خلک د ۲۰۱۷ کال تجربه نه‎کړي.

له بله خوا وسله والو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کړې چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې دوی هم لاسته راوړنې درلودې.

په دې اعلامیه کې طالبانو ادعا کړې چې په دې کال کې يې د څو ولسوالیو د نیولو ترڅنګ کورنیو او بهرنیو عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

هغه څه چې د کورنیو چارو او دفاع وزراتونو رد کړې او ویلي یې دي چې طالبان په دې کال نه دي توانېدلي خپلو اهدافو ته ورسېږي.

راپور: اکرام الله اکرام