د چین او پاکستان په اقتصادي دهلېز کې د افغانستان شاملېدل او ګټې یې!

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت، د چین او پاکستان په اقتصادي دهلېز کې د افغانستان شاملېدل د هېواد د اقتصادي او ترانزیټي ودې لپاره ګټور بولي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د چین او پاکستان په اقتصادي دهلېز کې د افغانستان د شاملېدو لپاره د سیمې له هېوادونو غواړي چې له افغانستان سره دې يو شان نظر ولري.

د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۰۶» ازادي راډیو ته وویل چې په دغه دهلېز کې د افغانستان شاملېدل د سوداګرۍ او ټرانزیت د پياوړتیا لپاره يو ګټور ګام دی.

نوموړي زیاته کړه چې افغانستان په اقتصادي لحاظ د ټولو هېوادونو په وړاندې مثبت ليدلوری لري او هیله‌يې ده چې د سیمې هېوادونه هم د افغانستان سره په سوداګریزه برخه کې ورته لیدلوری ولري.

ښاغلی قوقندي وايي، هر هغه هېواد چې په تجارتي او ټرانزیتي مسایلو کې د افغانستان په وړاندې دوه ګونی چلند غوره کړي، په خپله به تاوان وکړي.

مسافر قوقندي

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان اقتصادي لیدلوری داسې دی چې افغانستان په يوه ټرانزیتي هېواد بدل شي او له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره نېک روابط ولري. موږ په ټولو برخو کې که هغه د يو کمربند، يوې لارې پروژه ده او که نور دي، له ټولو هېوادونو سره يو شان اړیکې لرو او غواړو چې ښې تجارتي او ټرانزیتي اړیکې ولرو، ځکه د افغانستان او سیمې دواړو په ګټه ده. له نورو هېوادونو هم غواړو چې له افغانستان سره په سوداګرۍ او ټرانزیت کې يو شان اړیکې وپالي."

ښاغلی قوقندي وايي، په دغه دهلېز کې د افغانستان شاملېدل به چې د يوه کمربند، يوې لارې د پروګرام يوه برخه ده، سلګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړي چې له امله به‌يې په هېواد کې د بې‌روزګارۍ کچه هم ټيټه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د چین د بهرنیو چارو وزیر د سې شنبې په ورځ په پیکېنګ کې د افغانستان، پاکستان او چین په درې اړخیزه ناسته کې وویل چې چین او پاکستان د اقتصادي دهلېز د پراختیا لپاره غواړي چې په دې پروژه کې چې ۵۷ میلیونه ډالره ارزښت لري افغانستان ته هم ونډه ورکړي.

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف ویلي، د دغې پروژې د هوکړې تطبیق، د سیمې هېوادونو په ځانګړې توګه افغانستان، ایران، مرکزي او جنوبي اسیا هېوادونو سره د ورته پروژو د پلي کولو يوه بېلګه ده.

په همدې حال کې يو شمېر اقتصادي کارپوهان په دې باور دي چې که د دغه دهلېز غړي هېوادونه صادقانه عمل وکړي، دغه پروژه به د افغانانو لپاره په اقتصادي او ټرانزیتي لحاظ ډېره مهمه وي.

له دې ډلې تاج محمد اکبر ازادي راډيو ته وویل:

"کله چې موږ په دغه دهلېز کې شریکېږو، اسانتیاوې رامنځته کېږي. هغه هم په دې صورت کې چې د دغه دهلېز غړي هېوادونه ژمن پاتې شي. کومې هوکړې چې شوي، په ځلونو موږ د دې شاهدان و چې د سوداګرۍ نړیوال سازمان کې داسې کسان و چې ستونزې یې رامنځته کړي، نو که دوی ژمن وي او وغواړي چې د دغو پروژو نه ګټه پورته کړي، نو هم به د دوی لپاره ښه وي او هم به د افغانستان په ګټه وي."

ښاغلی اکبر وايي، افغانستان په دغه دهلېز کې له شاملېدو سره کولای شي چې خپل کورني تولیدات د سیمې زیاترو هېوادونو ته صادر کړي او په عوایدو کې زیاتوالی راولي.

د چین او پاکستان اقتصادي دهلېز «د يوه کمربند، يوې لارې» د برنامې يوه برخه ده چې چین د منځني اسیا، اروپا او نورو هېوادونو سره نښلوي.

راپور: واصل وصال