اجرائیه رئیس: د جمعیت ګوند په تأیید مې د نور له استعفا سره موافقه کړې

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس وايي، د جمعیت اسلامي ګوند مشرتابه له حکومت سره د بلخ د پخواني والي لیرې کېدل تأیید کړي وو او ژمنه دا وه چې تر یوې اوونۍ پورې به عطا محمد نور خپله استعفا اعلان کړي.

عبدالله عبدالله وايي، د عطا محمد نور له استعفا سره مې موافقه کړې وه او جمعیت اسلامي ګوند هم په دغې پرېکړه کې له موږ سره وو.

خو اجرائیه رئیس د ښاغلي نور هغه تورونه رد کړل چې ګوندې په لیرې کېدو کې يې اجرائیه رئیس ډېر رول لري.

عبدالله عبدالله چې د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۰۴» د وزیرانو شورا د غونډې تر پیل دمخه رسنیو ته خبرې کولې وویل، د بلخ پخواني والي خپله استعفا ورکړې او هیله‌مند دی چې دا مسئله په سوله‎ییز ډول حل شي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

دی وايي:

"په دې اړه باید څه کار شوی وی، ما د لومړي ځل لپاره یوازې ۱۵ ورځې مخکې موافقه وکړه چې دا کار دې وشي او یوه اوونۍ وروسته دې د استعفا منظوري اعلان شي او په دې پرېکړه کې جمعیت اسلامي موږ سره یوځای و، د جمعیت اسلامي د مشرتابه ژمنه دا وه چې موږ په همدې یوې اوونۍ کې ټولې مسئلې حلوو او له همدې ژمنې سره لاړل چې بېرته راغلل، مسئلو بل شکل خپل کړی و."

اجرائیه رئیس له افغان سیاسيونو وغوښتل چې خپلو مسؤلیتونو ته متوجې شي او داسې فکر دې نه‎کوي چې که زما لپاره نه‎وي د هېڅ‌چا لپاره دې هم څه نه‎وي.

دا په داسې حال کې ده چې ارګ تېره اوونۍ د عطا محمد نور استعفا منظور او پر ځای يې انجنیر داوود د نوي د والي په توګه اعلان کړ.

عطا محمد نور د شنبې په ورځ په بلخ کې د یوې غونډې پر مهال وویل، دی اوس هم والي دی او تر هغې به خپل کار ته دوام ورکړي چې د جمعیت اسلامي ګوند مشترتابه ورته ویلي وي.

ده اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د لستوڼي مار وباله، ويې‌ویل چې د ده په لیرې کېدو کې ۸۰ فیصده رول لري.

ښاغلي نور د اجرائیه رئیس په وړاندې تُند الفاظ وکارول او ویې‌ویل، عبدالله ماته غاښونه چیچي، خو زه به‌یې غاښونه وباسم.

عبدالله عبدالله بیا د دغو څرګندونو په غبرګون کې په خندا سره وویل:

"له ټولو بوختیاوو سره چې لرم یې اوس راته یو بل تکلیف هم متوجې دی چې باید پر خپلو غاښونو پام وکړم چې څوک‌یې ناخبره راڅخه ونه‌باسي."

خو د جمعیت اسلامي ګوند د رهبري شورا ځيني غړي، دا خبره ردوي چې ګوندې دوی د عطا محمد نور له استعفا سره موافق وو.

د یاد ګوند د مشرتابه شورا غړي اسماعیل خان د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۰۴» ازادي راډيو ته وویل، عبدالله عبدالله دا دریځ د نوموړي په ادرس د ښاغلي نور تر تُندو څرګندونو وروسته خپل کړی دی.

اسماعیل خان د جمعیت ګوند غړی

دی وايي:

"په دې وروستیو غونډو کې چې د بلخ والي استاد عطا لږ تُندې کلمې وکارولې او د ښاغلي عبدالله په اړه‌يې وویل، دغو خبرو ښاغلی عبدالله خپه کړی او شاید له همدې امله‌یې داسې څه ویلي وي."

د جمعیت اسلامي ګوند د ویاند مرستیال ذبیح‌الله فطرت هم له ازادي راډیو سره په خبرو کې د اجرائیه رئیس دا اداعا رد کړه.

دی وايي، عبدالله عبدالله د عطا محمد نور د استعفا د منظورېدو په اړه د دغه ګوند له مشرتابه سره مشوره نه‎ده کړې.

د راپورونو له مخې د بلخ د پخواني والی عطا محمد نور او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ د ښاغلي نور د استعفا پر سر تر تا ویلو او ما ویلو وروسته په جمعیت اسلامي ګوند کې هم د نور او عبدالله په پلوۍ صف‌بندۍ پیل شوې دي چې صلاح‌الدین رباني او اسماعیل خان له نور، خو امرالله صالح، ادیب فهیم او یو شمېر نور بیا له عبدالله نه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

راپور: یوسف خان ځدراڼ