د نور د څرګندونو په اړه د اجرائیه رئیس د احتمالي غبرګون غونډه وځنډېده

ټاکل شوې وه چې نن د یکشنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د مرغومي په ۳ مه» عبدالله عبدالله په یوه کنفرانس کې راڅرګند شي او ظاهراً د بلخ د پخواني والي د خبرو په وړاندې غبرګون وښيي، خو د اجرائیه ریاست د مرستیال ویاند جاوید فیصل نن یکشنه ازادي راډيو ته وویل چېدغه ناسته د اوس لپاره ځنډېدلې ده.

ښاغلي عبدالله چې د یکشنبې په ورځ یې د مچلغو بند د قراداد د لاسلیک پرمهال په اجرائیه ریاست کې خبرې کولې، ټینګار یې وکړ چې د ورځنیو کارونو ډېره برخه یې د بیارغونې پر مسایلو متمرکزه ده او دا مسایل ورته ډېر مهم دي.

نوموړي همداشان وویل چې د ورځي د ګرمو مسایلو په اړه خبرې لري، خو په مناسب وخت کې به یې له خلکو سره شریکې کړي.

د ښاغلي عبدالله په خبره، د ګرمو ورځنیو موضوعاتو په اړه رسنۍ له ده څخه د څرګندونو هیله لري، خو په وینا یې چې بل وخت به پرې خبرې وکړي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"رسنۍ دلته حضور لري، زه یقین لرم چې دوی توقع چې زه د ورځي د حالاتو په اړه یو څه ورته ووایم، خو ماته د ورځې کار دا دی چې خلکو ته خدمت وشي او د افغانستان په هر کونج کې چې یو کار کېږي، هغه ما ته د خوښې وړ خبره ده، د نورو مسایلو په اړه به ان شاالله په وخت خبرې وشي."

د ۲۰۱۳ میلادي کال انځور

ښاغلی عبدالله دا خبرې داسې مهال کوي چې یوه ورځ وړاندې د بلخ پخواني والي عطا محمد نور په یوه غونډه کې له بلخ ولایته د لېرې کېدو په اړه پر عبدالله تندې او سختې نیوکې وکړې.

که څه هم شپږ ورځې کېږي چې جمهوري ریاست د بلخ ولایت له مقام څخه د عطا محمد نور استعفا منظوره کړې، خو لاهم عطا محمد نور وايي چې دی والي دی اوکه حکومت له جمعیت ګوند سره هوکړې ته ونه رسېږي، دی به د بلخ د والي به توګه پاتې شي.

په ورته وخت د جمعیت ګوند مخکښ غړي اسماعیل خان او د ملي امنیت پخواني ریئس او د زرغون بهیر مشر امرالله صالح بیا په دې اړه متفاوت غبرګونونه ښودلي دي.

اسماعیل خان په هرات کې یوې غوندې ته د خبرو پرمهال د عطا محمد نور د خبرو ننګه کړې او له جمهوري ریاست څخه یې غوښتي چې که عطا محمد نور لېرې کړي، نو په شمال کې به داعش ته د فعالیت زمینه برابره شي.

خو د ملي امنیت پخواني ریئس او د زرغون بهیر د مشر له لورې په خپرې شوې اعلامیې کې راغلي چې هغوی چې ځان په سیاسي لوبو کې تر ټولو ځان پورته ګڼي او د شخصي ګټو لپاره د نفاق اچولو هڅې کوي او نورو ته سپکاوی کوي، دا کار یې د غندولو دی.

اوس دې سیاسي جنجالونو خلک او ان د مشرانو جرګې غړي اندېښمن کړي دي.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقې د یکشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې وویل چې دا جنجالونه د خلکو په خیر نه دي.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقې

ښاغلی صدیقي وایي:

"حکومت چې د وزیرانو، قوماندانانو او یاهم والیانو په اړه تصمیم نیسي، باید لبیک ورته ووایوو او شاید دا مسئله د وطن په خیر وي، خو که پر وړاندې یې غبرګون کېږي، دا مسئله د هېواد په خیر نه ده، موږ په بد وضعیت کې یوو او ښايي ګاونډي هېوادونه له دا ډول مسایلو ناوړه استفاده وکړي، خو زموږ غوښتنه له مشرانو څخه دا ده چې یو بل ومني."

د مشرانو جرګې یوه غړې فوزیه سادات بیا په دې اړه وایي:

"حزب اسلامي، خلقیان، پرچمیان او نور هم له ډاکټر صاحب عبدالله سره شته او هغه ته یې کمپاین کړی او له ټولو یې رأیې اخیستي، اوس چې د پنځوس پنځوس مسئله مطرح ده، ایا عبدالله نورو خلکو ته هم چې رأیې یې ورکړي، باید حق ورنه کړي، که څنګه؟"

د مشرانو جرګې غړي همدا راز د حکومت له رهبرانو او د بلخ له پخواني والي غواړي چې د افغانستان حساسو شرایطو ته په کتو، خپل منځي جنجالونه د خبرو له لارې حل او پرې نږدي چې روانې لانجې د خلکو اندېښنې نورې هم زیاتې کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس