د ولسمشر دوهم مرستیال: د الکترونیکي تذکرو وېش سر له راتلونکې اوونۍ پیلېږي

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال وايي، د برېښنايي تذکرو وېش به سر له راتلونکې اوونۍ پیل شي.

سرور دانش وايي، د نفوسو د احوالو د ثبت د قانون طرحه د ملي شورا د ګدې کمېټې تر تأیید وروسته د ولسمشر له‌خوا توشېح شوې چې له مخې به‌یې سر له راتلونکې اوونۍ د برېښنايي تذکرو وېش پیل شي.

ښاغلي دانش چې د یکشنبې په ورځ‌یې «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۰۳» د رسنیو د ګدې کمېټې د کالیزې په مراسمو کې خبرې کولې له ملي شورا مننه وکړه چې د دغه بهیر په وړاندې یې وروستی خنډ هم لیرې کړ.

سرور دانش

نوموړي زیاته کړه:

"له راتلونکې اوونۍ څخه به د برېښنايي تذکرو وېش پیل شي. زه دلته لازمه ګڼم چې له ملي شورا څخه له دې امله مننه وکړم چې د نفوسو د احوالو د ثبت د قانون د طرحې په تصویب سره‌یې د برېښنايي تذکرو د وېش د بهیر په وړاندې وروستی خنډ هم لیرې کړ. اوس ولسمشر دا قانون توشېح کړی او نافذ دی."

په ورته وخت کې د افغانستان د نفوسو د احوالو د ثبت مرکزي اداره وايي، د تعديل شوي قانون پر بنسټ په تذکرو کې د قومیت او ملت مسئله ځای پر ځای شوې او د تذکرو د توزیع پر وړاندې هېڅ ډول تخنيکي ستونزه نه‌ده موجود.

د نوموړې ادارې ویاند روح‌الله احمدزی وايي، د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ به له کابل نه پيل او تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې به د افغانستان لویو ولایتونو ته هم وغځېږي.

د ده په خبره، د یوې کورنۍ لپاره به د برېښنايي تذکرو وېش دوه اوونۍ ونيسي.

ښاغلی احمدزی ډاډ ورکوي چې تر راتلونکو ټاکنو پورې به د افغانستان یوه لویه برخه خلک د برېښنايي تذکرو خاوندان شي.

د برېښنايي تذکرو په وېش کې د ځینو مواردو سره له څو کلونو راهیسې د ولسي جرګې د یو شمېر غړو او ځينو سیاستوالو ترمنځ اختلافونه موجود وو.

خو له دې ټولو سره سره د نفوس د احوالو د ثبت قانون د تعديل په اړه د ولسمشر فرمان تېره اوونۍ د مشرانو جرګې او ولسي جرګې د ګډې کمېټې له‌خوا ومنل شو چې پر بنسټ‌يې په برېښنايي تذکرو کې د قوميت او ملت لیکل هم شامل دي.

له دې وړاندې له انتخاباتو نه د څار یو شمېر بنسټونو او د چارو یو شمېر کارپوهانو ويلي وو چې د برېښنايي تذکرو وېش له شفافو انتخاباتو او د امنیت له تینګښت سره مرسته کوي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځي د برېښنايي تذکرو د وېش په وړاندې نا امني تر ټولو لوی خنډ ګني.

عبدالقادر ځاځی

نوموړي زیاته کړه:

"هغه سیمې چې ناامنه دي هلته تذکرې نه‌شي وېشل کېدای. په هر حال دا یوه اوږدمهالې پروسه ده او باید ژر پيل شي. دا چې د افغانستان هر وګړي ته به څه وخت دا تذکرې وېشل کېږي دا یوه اوږده پروسه ده او وخت نيسي."

خو د نفوس د احوالو د ثبت اداره وايي، د دغې ستونزې د هواري لپاره له امنيتي چارواکو سره خبرې روانې دي.

دوی سپارښتنه کوي چې د نا امنو سیمو خلک کولای شي د برېښنايي تذکرو د اخیستلو لپاره د ولسوالیو مرکزونو ته مراجعه وکړي.

راپور: شاه‌محمود شینواری