د هلمند والي: د امريکا د سمندري ځواک مشرانو د وسله‌والو د ماتې ژمنه وکړه

د هلمند والي وايي، د امريکا د سمندري قواوو مشر ورسره ژمنه کړې، تر هغو چې ترورېستان نه‌وي مات شوي، امريکا به په افغانستان کې پوځي حضور ولري.

د امريکا متحده ايالاتو د سمندري قواوو مشر او د سمندري ځواکونو د قول اردو قوماندان پرون په هلمند کې له والي حيات‌الله حيات سره په کتنه کې د وسله‌والو پر ضد د پوځي مبارزې پر دوام خبرې وکړې.

د هلمند والي وايي، په پرونۍ کتنه کې يې په هلمند کې د پوځي عملياتو پر دوام، پر دوه اړخيزو همکاريو او نورو موضوعاتو خبرې وکړې.

حیات‌الله حیات

والي حيات‌الله حيات تېره شپه ازادي راډيو ته وويل، د امريکا د بحري قواوو مشر ريچارډ سپېنسر «Richard Spencer» او د امريکا د سمندري ځواکونو د قول اردو قوماندان رابرت نېلر «Rober Neller» په دې کتنه کې د امريکا د ولسمشر د مرستيال مايک پنس وروستۍ ژمنه بيا تکرار کړه:

"د امريکا د بحري قواوو وزير ريچارډ سپېنسر او د سمندري ځواکونو د قول اردو قوماندان رابرت نېلر راغلي وو، د هلمند پر عمومي وضعيت خبرې وشوې، د هغو پوځي عملياتو ارزونه وشوه چې موږ پيل کړي، د راتلونکو عملياتو او دوه اړخيزو همکاريو په اړه خبرې وشوې، هغسې چې د امريکا د ولسمشر مرستيال مايک پنس کابل ته سفر کړى و او له افغانستان سره يې خپله ژمنه څرګنده کړې وه، دوى هم خپله ژمنه اظهار کړه، ويې ويل تر هغو به د افغانانو تر څنګ وي چې ترورېستان نه‌وي مات شوي."

هلمند د افغانستان له هغو ولايتونو ګڼل کېږي چې د کوکنارو کښت په‌کې زيات دى.

په هلمند ولایت کې د کوکنارو کښت.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې درې مياشتې مخکې د افغان او غربي چارواکو په حواله راپور ورکړى و چې مخدره مواد د وسله‌والو طالبانو د عوايدو څه کم ٦٠ فيصده برخه جوړوي.

په دې وروستيو کې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن ويلي وو، په افغانستان کې د مخدره موادو د توليد پر مرکزونو ځينې حملې شوې دي.

Your browser doesn’t support HTML5

په هلمند کې د مخدره موادو پر لابراتوار د امریکایي ځواکونو بمباري

ده وويل چې په دغو حملو کې وسله‌والو طالبانو ته د ۵٠ مليونو ډالرو په ارزښت زيانونه اوښتي دي.

د هلمند والي وايي په پرونۍ کتنه کې پر دې هم بحث وشو چې د وسله‌والو مخالفینو مالي سرچينې هم وچې شي.

حيات‌الله حيات وايي، د دولت وسله‌وال مخالفین ډېر عوايد د مخدره موادو د کار و بار له درکه ترلاسه کوي.

نوموړي زیاته کړه:

"د هلمند د ناامنيو يو عمده دليل د مخدره موادو کښت او کار و بار دى، ځکه له همدو موادو د وسله‌والو مخالفانو په ګډون ملي او نړيواله مافيا پيسې لاس ته راوړي او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د امنيتي او دفاعي ځواکونو په وړاندې جنګېږي. پر دې ټينګار وشو چې دغه پوځي عمليات به دغسې دوام کوي، څو وکړاى شو هغه عوايد چې له دې درکه مخالفانو، ملي او نړيوالې مافيا ته په لاس ورځي، له‌منځه يوسو."

د هلمند والي وايي، اوس هم په دغه ولايت کې د دولت د وسله‌والو مخالفینو په وړاندې شديد عمليات شوي چې د هغوى ځيني کليدي مشران په‌کې وژل شوي دي.

حیات: په دغه عملیاتو کې ګڼ وسله‌وال وژل شوي.

ښاغلي حيات وويل، په تېرو شپږو مياشتو کې د وسله‌والو ٣۵ مهم قوماندانان او سرګروپان وژل شوي چې په هغوى کې د هلمند لپاره د وسله‌والو تش په نوم مرستيال والي او د سرې قطعې قوماندان هم شامل دى.

د هلمند چارواکي تائيدوي چې لا هم پنځه ولسوالۍ د وسله‌والو په کنټرول کې دي چې په هغو کې د مخدره موادو د توليد په سلګونه فابريکې فعالې دي.