نیکي هیلي: هغه هېوادونه به په یاد وساتو چې زموږ پر پرېکړې انتقاد کوي

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله به سبا پنجشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۳۰» د اسرائیل د پلازمېنې په توګه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ له لوري د بیت‎المقدس د رسمیت پېژندلو د پرېکړې په اړه یوه بېړنۍ ځانګړې غونډه وکړي.

دا غونډه د اسلامي هېوادونو په غوښتنه دایرېږي.

په ملګرو ملتونو کې فلسطیني استازي ریاض منصور وویل، د عمومي اسامبلې ۱۹۳ غړي به پرېکړه‎لیک ته چې له ولسمشر ټرمپ څخه غواړي خپله پرېکړه بېرته واخلي، رأیه ورکړي.

منصور هیله وکړه چې د ملګرو ملتونو غړي به په لوی اکثریت دا پرېکړه‎لیک تصویب کړي.

دا پرېکړه‎لیک به لازم‌الاجرا نه‎وي او یوازې به سیاسي اهمیت لري.

  • د دې هر څه په اړه امریکا څه عکس‌العمل ښودلی دی؟

ملګرو ملتونو ته د امريکا استازې نیکي هیلي پر خپلې ټويټرپاڼې خبرداری ورکړ چې امریکا به هغوی په ياد وساتي چې د دې په خبره د امریکا د خلکو د انتخاب پر خلاف رأیه ورکوي.

د دې په خبره د بیت‎المقدس په اړه د ټرمپ پرېکړه د امریکا د خلکو انتخاب يا غوښتنه ده.

تېر ځل په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د لاندې شوي ختيځ بيت‎المقدس او فلسطین د ځمکو په خاطر د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې داسې بېړنۍ غونډه راغوښتې وه.

د سبا غونډه به د هغې غونډې په تعقيب جوړه شي.

د تېرې دوشنبې په ورځ بیا امریکا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغه پرېکړه‎‌لیک متن ویتو کړ چې د بیت‌المقدس په اړه‌يې د ولسمشر ډونالد ټرمپ وروستۍ پرېکړه‌ رد کړې وه.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکي هیلي

ډونالد ټرمپ د روانې میاشتې په پیل کې وویل چې بیت‌المقدس د اسرائیل د پلازمېنې په توګه په رسمیت پېژني او په څو کلونو کې به د امریکا سفارت هم هغه ښار ته ولېږدول شي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکي هیلي وویل، برابر شوی پرېکړه‌‎لیک نه‌‌هېرېدونکی"سپکاوی" و.

هغې وویل، د امریکا حق دی چې د خپل سفارت لپاره ځای وټاکي، خو ملګرو ملتونو امريکا ويتو ته اړه کړه.

د پرېکړه‌‎لیک په متن کې چې په ملګرو ملتونو کې د مصر مأموریت برابر کړی و، لیکل شوي وو چې د بیت‌المقدس په اړه د امریکا پرېکړه قانوني اړخ نه‌‎لري او باید لغوه شي.

د دې پرېکړه‌لیک پر متن په امنیت شورا کې د دوشنبې په ورځ رأی واخیستل شوې او پرته له امریکا د شورا پاتې ۱۴ غړو يې ملاتړ وکړ.