"م.م" به د بیت المقدس په اړه د پرېکړه‎لیک پر متن رأی واخلي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا به نن دوشنبه د هغه پرېکړه‎لیک پر متن رأی واخلي چې د بیت‎المقدس په اړه د امریکا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د پرېکړې د ردولو لپاره برابر شوی دی.

رویټرز او فرانس پرېس خبري اژانسونو پرون د داسې ډیپلوماټانو په حواله دا خبر خپور کړی چې د موضوع د حساسیت له امله یې نومونه نه‎دي خپاره شوي.

د رپوټونو په حواله، د امنیت شورا پرېکړه په یوه مخ کې په ملګرو ملتونو کې د مصر پلاوي برابر کړی دی.

په هغه کې لیکل شوي چې د بیت‎المقدس په اړه شوې پرېکړه قانوني اړخ نه‎لري او باید لغو شي.

د امنیت شورا ۱۵ غړو د جمعې په ورځ دا معلومات کتلي او که نن د شورا نهه غړي مثبته رأیه ورکړي، تصویب به شي. خو د تصویب په صورت کې هم د امریکا متحد ایالات کولای شي چې هغه ویټو کړي.