پاکستانی پلاوی له ولسمشر، اجرائیه رئیس او د ملي شورا له مشرانو سره ګوري

د پاکستان د پارلمان یو باصلاحیته لوړ رتبه پلاوی به دا اوونۍ له افغان ولسمشر، اجرائیه رئیس، د ملي شورا د دواړو جرګو له مشرانو او پخواني ولسمشر حامد کرزي سره وګوري.

د پاکستان پارلماني پلاوي په داسې حال کې افغانستان ته سفر کړی چې کابل د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د اسلام اباد نه صداقت ته تل د انتقاد ګوته نیولې ده.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقي د شنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ په ۲۵ مه» له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، دغه پلاوی چې د جمعې په ورځ کابل ته راغلی، دا اوونۍ به له افغان ولسمشر، اجرائیه رئیس او د ملي شورا د دواړو جرګو پر مشرانو سربېره له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم وګوري.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقي

ښاغلي صدیقي وویل:

" موږ د دغه پلاوي له راتګه هرکلی کوو، هېله مند یوو چې دا سفر د دواړو هېوادونو د اړېکو په ښه کېدو کې مثبت رول ولوبوي، په دغه پلاوي کې د پاکستان د پارلمان مشر، د پارلمان غړي او د دې ترڅنګ د ځینو سیاسي ګوندونو مشران شامل دي او دوی له افغان ولسمشر، اجرائیه رئیس د ملي شورا د دواړو جرګو له مشرانو او ممکن له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم وګوري. "

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، ټاکل شوې چې د روانې میاشتې په وروستیو کې د افغانستان د ملي شورا له غړو جوړ یو پلاوی هم پاکستان ته سفر وکړي.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال بیا د دغه سفر دقیقه نېټه نه ښيي، خو وايي چې دا سفر له وړاندې پلان شوی و چې په وینا یې، څو میاشتې وړاندې د کابل په زنبق څلور لارې کې له تر یوې خونړۍ حملې ورسته وځنډېد.

د یادونې ده چې د خبرو اترو دا لړۍ چې له"پولو هاخوا" نوم ورکړل شوی، په ۲۰۱۵ میلادي کال کې پيل شوې او هدف یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه کول ښودل شوي دي.

د پاکستان د پارلمان او سیاسي ګوندونو له غړو جوړ یوه پلاوي څو میاشتې مخکې هم په کابل کې له افغان چارواکو سره په کتنه کې ژمنه کړې وه چې له افغانستان سره د پاکستان د پخوانیو ژمنو د عملي کولو لپاره به د پاکستان پرحکومت فشار راوړي، خو تراوسه دغه ژمنې یوازې د کاغذ پرمخ پاتې دي.

نېږدې دوه کاله کېږي چې د کابل او اسلام‎اباد ترمنځ سیاسي اړیکې ترینګلې دي.

کابل ادعا کوي چې اسلام‎اباد ترهګرو ته خوندي پټن‎ځایونه ورکړي او د سولې د ټینګښت په برخه کې له افغانستان سره مرسته نه‎کوي، هغه ادعا چې د پاکستاني چارواکو له‎ خوا تل رد شوې ده.

ولسمشر غني په ټینګار سره دا خبره کړې چې لومړی به له پاکستان سره سوله کوي او وروسته له وسله ‎والو طالبانو سره.

خو له دې ټولو سره سره یو شمېر افغان کارپوهان وايي، دا ډول سفرونه نمایشي دي او نه شي کولای چې پاکستان په افغانستان کې خپلو هدفونو ته له رسېدو څخه راوګرځوي.

ودیر صافی

د کابل پوهنتون د سیاسي علومو استاد پوهاند ودیر صافی په دې اړه وايي:

"که څومره د پاکستان غیر پوځي پلاوي افغانستان ته راشي، یو هم صلاحیت نه لري او یوه خبره یې هم ځای نه نیسي او هر څه چې دلته ووايي، هغه یوازې د وخت تېرول دي، اساسي مسئله داده چې د پاکستان پوځ باید له مداخلو لاس واخلي. "

ښاغلی صافی دا خبرې په داسې حال کې کوي چې کابل ته د پاکستان د یاد پارلماني پلاوي له سفر سره هم مهاله د نوموړي هېواد یو پوځي پلاوی هم پر یو لړ امنیتي مسایلو د خبرو لپاره کابل ته رارسېدلی دی.

راپور: ناجیه ساپۍ