د انتخاباتو خپلواک کمېسيون، حکومت د انتخاباتو په برخه کې په نه‌همکارۍ تورنوي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د راتلونکي انتخاباتو د ترسره کولو په برخه کې د ملي يووالي حکومت په نه‌همکارۍ او د دغه کمېسيون غوښتنو ته په نه‌پاملرنې تورنوي.

د دغه کمېسيون ویاند او کمېشنر ګلاجان عبدالبدیع صیاد د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۱» په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل چې حکومت په تېر یوه کال کې نه هم د دوی طرحې په وخت سره تأیید کړي او نه‌يې هم لازم امکانات ورته برابر کړي.

ښاغلی صیاد وايي، که حکومت د امنیت د ټینګښت تر څنګ، د پېژندپاڼو د وېش او بودجې په برخه کې له دوی سره په وخت همکاري وکړي، نو د نوې طرحې له مخې به راتلونکې ټاکنې په وخت سره ترسره شي.

د انتخاباتو د کمېسيون ویاند او کمېشنر ګلاجان عبدالبدیع صیاد

دی زیاتوي:

"د رأی ورکونې د مرکزونو او حوزو د امنیت ټینګښت، په وخت سره د بودجې برابرول، همدارنګه د کمېسیون د نوې پرېکړې او طرحې له مخې چې ټاکنې باید د تابعیت د تذکرې پر اساس ترسره شي، په‎خپل وخت سره د پېژندپاڼو وېش دغه درېیو مسایلو ته که په وخت سره رسېدنه وشي، نو راتلونکې ټاکنې به په وخت سره ترسره شي."

ښاغلی صیاد وايي، له حکومت سره د تابعیت د تذکرې پر بنسټ د رأی ورکوونکو د نوم‎لیکنې او نوملړ چمتو کولو طرح شریکه شوې او دوی هیله لري چې دغه طرحه ژر تر ژره تأیید شي.

د انتخاباتو کمېسيون وايي حکومت‌یې نه طرحې په وخت سره تأییدوي او نه امکانات وربرابروي.

د دغه کمېسیون د مسؤلینو په خبره نوې طرحه چې د حکومت، سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او د ملاتړو بنسټونو سره په مشورې جوړه شوې له مخې به‌یې د رأی ورکوونکو نوم‎لیکنه په لاسي ډول او د تابعیت د تذکرې پر اساس وشي.

د دغه کمېسیون مسؤلینو په حکومت له دې امله هم نیوکه وکړه چې له يوې میاشتې څخه ډېره موده کېږي د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د پخواني رئیس نجیب‎الله احمدزي پر ځای دغه کمېسیون ته بل غړی لا نه‎دی ورپېژندلی.

وریماچ وايي، اوس هم د حکومت برحاله مامور دی.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند دا هم وویل چې د دغه کمېسیون د دارالانشا د رئیس امام محمد وريماچ برخلیک هم نامعلوم دی، خو ښاغلي وريماچ بیا وویل چې ولسمشر نوموړي ته يوازې دومره ویلي چې که خپلې چارې په سمه توګه ترسره نه‎کړي، نو بدل به‌یې کړي او نوموړی اوس هم د حکومت برحاله مأمور دی.

دا په داسې حال کې ده چې فیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو مؤسسه وايي، د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو د راتلونکي کال د سرطان په ۱۶مه د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې ناشونې ښکاري.

خو له دې ټولو سره سره د ملي وحدت حکومت مسؤلین بیا د دغه کمېسیون سره د لازمې همکارۍ او همغږۍ خبره کوي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند د دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي وايي، حکومت په دې هڅه کې دی چې د امنیت تر څنګ لازمه بودجه هم د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته په واک کې ورکړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند د دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي

دی وايي:

"دوه عمده موضوعات چې د حکومت په مسؤلیتونو کې راځي، يو يې د امنیت ټینګښت او بل‌یې هم د مالي امکاناتو برابرول دي چې حکومت په دواړو برخو کې لازمې هڅې کوي. د مالي امکاناتو د برابرولو لپاره د ماليې وزارت د نړیوالو مرسته کوونکو سره په خبرو اخته دی او د امنیت د ټینګښت په برخه کې هم د کورنیو چارو وزارت خپلې هر اړخیزې څېړنې د رأی ورکونې په ټولو مرکزونو کې پيل کړې دي."

ښاغلی مرتضوي وايي، د انتخاباتو کمېسیون د لیرې شوي رئیس نجیب‎الله احمدزي پر ځای به هم ډېر ژر یو نوی کمېشنر دغه کمېسیون ته معرفي شي.

بل‎خوا د افغان حکومت اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله څه موده مخکې ویلي و چې افغانان د ملي وحدت له حکومته توقع لري چې راروانې ټاکنې به شفافې او مناسبې وي.

راپور: واصل وصال