یوناما د بشرحقونو په برخه کې د افغانستان د پرمختګ هرکلی کړی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوى ماموريت يا يوناما وايي چې د بشري حقونو د خونديتوب او ودې په برخه کې د افغانستان د پرمختګ هرکلى کوي.

يوناما نن یکشنبه د بشري حقونو نړيوالې ورځې په مناسبت په يوه اعلاميه کې ويلي چې د بشري حقونو او اساسي ازاديو په برخه کې د افغانستان د تازه ژمنو هرکلى کوي.

د اعلاميې په حواله، د يوناما مشر تاداميچي ياماموتو افغان حکومت ته د بشري حقونو د شورا د غړيتوب له کبله مبارکي ورکړې او ويلي يې دي، د هغو لاسته راوړنو تصديق کوي چې په وروستيو کلونو کې ترلاسه شوي دي.

نن د ډسمبر په ۱۰مه د بشري حقونو نړيواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې په افغانستان کې لا هم له دغو حقونو د سرغړونو راپورونه ورکول کېږي.