په فلسطین او یو شمېر نورو هېوادونو کې د ټرمپ د پرېکړې پرضد مظاهرې وشوې

فلسطینیانو نن په لوېدیځه غاړه او د غزې په تړانګه کې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ هغه پرېکړه وغندله چې بیت المقدس یې د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپیېژنده.

په فلسطین او یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو کې نن د امریکا د ولسمشر د هغې پرېکړې پرضد مظاهرې وشوې چې بیت المقدس یې د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژنده.

د راپورونو له مخې په لوېدیځه غاړه کې د جمعې له لمانځه وروسته سلګونه اعتراض کوونکو له اسرائیلي پولیسو سره نښتې وکړې.

دا نښتې د لوېدیځې غاړې په حبرون، بیت الحم او رام الله ښارونو کې وشوې.

فلسطین

اعتراض کوونکو پولیس په ډبرو ووېشتل او اسرائیلي پوځیانو یې په ځواب کې له اوښکې بهوونکي ګاز او ربړي مرمیو کار واخیست.

د غزې په تړانګه کې هم نن د جمعې له لمانځه وروسته اعتراض کوونکو پر اسرائیلي پوځ د ډبرو ګوزارونه وکړل.

د غزې په اعتراضونو کې زرګونه کسانو برخه اخیستې وه.

همداراز په بیت المقدس کې د الاقصی جومات مخې ته زرګونو کسانو د جمعې له لمانځه وروسته په مظاهرو کې ګډون وکړ.

د اسرائیل حکومت پرون سلګونه پوځیان او سرحدي پولیس د زاړه بیت المقدس په هغه سیمه کې ځای پرځای کړل چې الاقصی جومات پکې دی.

اسرائیلي پوځيان.

​د​ امریکا له خوا د بیت المقدس د رسمیت پېژندلو پرضد مظاهرې نه یوازې په فلسطین بلکې په افغانستان او نوره اسلامي نړۍ کې هم وشوې.

د ترکیې په استانبول ښار کې د جمعې له لمانځه وروسته زرګونه کسان راټول شول او له غوسې ډک لاریون یې وکړ.

دوی مرګ پر امریکا او مرګ پر اسرائیل شعارونه ورکول.

په مالیزیا کې زرګونه کسانو د ولسمشر ټرمپ د دې پرېکړې پرضد اعتراضیه مظاهره وکړه.

اعتراض کوونکو په پلازمېنه کولالامپور کې د امریکا د سفارت مخې ته د امریکا ضد شعارونه ورکړل.

همداراز په پاکستان کې سلګونه کسانو د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د دې پرېکړې له کبله وغانده.

دا مظاهرې د مذهبي ډلو له خوا په اسلام اباد، کراچۍ او نورو ښارونو کې رابلل شوې وې.

د ایران په پلازمېنه تهران کې هم سلګونه کسانو مظاهره وکړه او مرګ پر امریکا او مرګ پر اسرائیلو شعارونه یې ورکړل.

د امریکا پر ضد مظاهرې.

الاقصی جومات چې مسلمانان یې خپله لومړۍ قبله ګڼي د نړۍ د مسلمانانو لپاره درېیم مهم جومات دی او د لمانځه لپاره زرګونه کسان پکې راټولېږي.

بیت المقدس ته د اسرائیلو د پلازمېنې د حثیثت ورکول په منځني ختیځ کې د امریکا د اوږدو کلونو په دریځ کې بدلون راوست.