یو شمېر کابل ښاریانو د بیت المقدس په اړه د ټرمپ د پرېکړې پر ضد مظاهره وکړه

په کابل کې د امریکا د جمهور رئیس د هغه پرېکړې په غبرګون کې مظاهر وشوه چې بیت المقدس یې د اسرائیلو د پایتخت په توګه په رسمیت وپېژانده.

په دغه مظاهرو کې د عامو خلکو سربېره د ولسي جرګې یو شمېر غړیو او مدني فعالانو هم برخه اخېستې وه.

د مظاهره چیانو شمېر چې سلګونو تنو ته رسېده د بیت المقدس په اړه د امریکا پرېکړه غیرې عادلانه وبلله.

په ورته وخت کې د کابل سر بېره په ځینو نورو ولایتونو کې هم ورته مظاهرې شوې دي.

د ازادي راډیو خبریال محمد حدیث پردېس د کابل مظاهرې ته ورغلی وو او له سیمې څخه دغه راپور چمتو کړی دی دی:

Your browser doesn’t support HTML5

د محمد حدیث پردېس راپور.