د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د دغې پرېکړې چې بیتالمقدسیې د اسرائیل د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژاند، په وړاندې د عربي هېوادونو د مشرانو په ګډون د امریکا متحدینو خبرداری ورکړی چې هغه ښایي په ټول منځني ختیځ کې شخړې پراخې او د سولې پروسه لا پېچلې کړي.
د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس د ټرمپ دغه پرېکړه وغندله او ویېویل چې متحده ایالات نور د سولې د پروسې منځګړی نهدی.
د فلسطین د ازادي بخښونکي سازمان پلویو عمومي منشي صائب عریقات وویل، د ټرمپ پرېکړې د دوو دولتونو حللاره لهمنځه یووړه او د امریکا ولسمشر د سولې په پروسه کې خپل هېواد له هر ډول رول لوبولو بېبرخې کړ.
نوموړي وویل:
"د نن شپې اعلان ډېر خطرناک و، ولسمشر ټرمپ د اسرائیل له پرېکړې سره چې ختیځ بیتالمقدس له ځان سره یوځای کوي، د امریکا موافقه اعلان کړه. نن شپه د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر خپل هېواد د سولې په پروسه کې له هر ډول رول لوبولو بېبرخې کړ. زما په عقیده هغه د اسرائیل او فلسطینیانو لپاره د دوو دولتونو حللاره لهمنځه یووړه، ځکه موږ په کراتو کراتو ویلي چې یو فلسطین به نهوي که ختیځ بیتالمقدسیې پلازمېنه نهوي."
- سعودي
سعودي عربستان چې په منځني ختیځ کې د امریکا یو مهم عربي متحد دی، د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ پرېکړه چې بیتالمقدسیې د اسرائیل د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژاند، غیر مسؤلانه او د نهمنلو وړ وبلله او له واشنګټنهیې وغوښتل چې هغه بېرته واخلي.
ریاض په یوه بیان کې چې د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس خپور کړی، ویلي چې دغه اقدام د سولې د پروسې د پر مخ بیولو لپاره په هڅو کې د ډېر شاتګ نښه ده.
- مصر او اردن
مصر او اردن ټرمپ په دغې پرېکړې سره له نړیوال قانون څخه په سرغړونه تورن کړ او د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت هم هغه غیر مسؤلانه وبلله.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش وویل، د اسرائیل او فلسطینانو ترمنځ سولې ته د رسېدو لپاره له دې پرته چې یو د بل په خوا کې دوه خپلواکه دولتونه ایجاد شي، بله حللاره نهشته.
دی وايي:
"زه دا درک کوم چې بیتالمقدس د ډېرو خلکو په زړونو کې ژور ځای لري او تل بهیې ولري. د اضطراب په دغو شېبو کې غواړم دا واضح کړم چې د اسرائیل او فلسطینانو لپاره د دوو دولتونو حللاره بل بدیل نهلري. دوهم پلان نهشته. یوازې د دوو دولتونو د ایجادولو د طرحې عملی کول دي، داسې دولتونه چې بیتالمقدس د دواړو اسرائیل او فلسطین پلازمېنه وي او په سوله، امنیت او یو د بل په رسمیت پېژندلو سره ژوند وکړي."
په پام کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په ورځ په دې اړه یوه بېړنۍ غونډه راوبولي.
د بریتانیا صدراعظمې ترزا مې د ټرمپ پرېکړه په سیمه کې د راتلونکې سولې لپاره ګټوره ونهبلله.
اروپايي اتحادیې هم خبرداری ورکړ چې دغه پرېکړه به د سولې لپاره پر هڅو ناوړه اغېزې وکړي.
د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست مشرې فدريکا موګرېني وویل، د دواړو لورو هیلې باید پوره شي او د خبرو له لارې داسې یوه لاره باید وموندل شي چې د دوو دولتونو د راتلونکې پلازمېنې په توګه د بیتالمقدس موقف تعیین شي.
د ایران دولتي رسنیو د بهرنیو چارو وزرات له قوله ویلي چې د امریکا دغه پرېکړهیې په کلکه غندلې.
By moving the embassy US will practically alter the status of Jerusalem..An affront to Palestisns and the Muslim world.. practically burying the two states solutions..Will add another wound to already bleeding body of Muslim Ummah
— Khawaja M. Asif (@KhawajaMAsif) December 6, 2017
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف د ټویټر له لارې په یوه پیغام کې د امریکا دغه اقدام د فلسطینیانو او د اسلامي نړۍ په وړاندې جبهه نیول بللي او ویلي يې دي چې دغه اقدام په تېره بیا د دوو دولتونو حللاره تر خاورو لاندې کوي.