د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په کابل کې د هنر کلنۍ جنشواره ترسره کړه

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر د ورځې د لمانځنې په مناسبت په کابل کې د هنر کلنۍ جنشواره ترسره کړه.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په داسې حال کې د هنر ورځ لمانځي چې زیاتره افغان هنرمندان په هېواد کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د دغه وزارت سرپرست محمد رسول باوري د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۵» په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل چې افغان هنرمندان تر هر څه وړاندې تشویق او هڅونې ته اړتیا لري.

نوموړی وايي، په هېواد کې د هنر وده او پرمختګ د حکومت له‌خوا د هنرمندانو ملاتړ پورې اړه لري.

رسول باوري

ښاغلي باوري په دې اړه وویل:

"د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر د عالي شورا سره دا پرېکړه وکړه چې د هنرمندانو د هڅونې لپاره د هنر ورځ د جشنوارې په بڼه ولمانځي."

د يو شمېر راپورونو له مخې د ۹۰مې لسیزې په لومړیو کې د داخلي جنګونو او د طالبانو د رژیم د رامنځته کېدو له امله په افغانستان کې هنري کارونه له سقوط سره مخ شول او زیاتره هنرمندان هم له افغانستان نه ووتل.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معلوماتو له مخې د طالبانو د رژیم له سقوط وروسته د هنر وضعیت ښه شوی، خو لاهم هنرمندان د ګڼو ستونزو یادونه کوي.

یو شمېر هنرمندانو چې په دې جشنواره کې یې ګډون کړی وو د امکاناتو له نشتوالي او د خپلو هنري اثارو لپاره‌یې د بازار د نه‌موجودیت له کبله اندېښنه وښوده.

دوو هنرمندانو صنم احمدزۍ او محمد فهیم له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل:

"مېرمنې ډېرې هڅې کوي چې د هنر او سینما په برخو کې پرمختګ وکړي، خو په اوسنیو شرایطو کې یو مېرمن نه‌شي کولای چې خپلو هیلو ته ورسېږي، خو اوس هم پر خپلو پښو ولاړ یو."

"زه د یوه هنرمند په توګه یوازې د چارواکو تشویق غواړم که دولت نه‌شي کولای مالي ملاتړ مو وکړي حد اقل معنوي ملاتړ، خو مو دې وکړي."

په ورته وخت کې د افغانستان د هنرمندانو د شورا غړی تیمور شاه حکیمیار وايي چې هنرمندان، نقاشان، سینماګران، شاعران او مجسمه جوړونکي په افغانستان کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او حکومت ورته توجه نه‌ده کړې.

خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي وايي، له اړوند بنسټونو سره د هنرمندانو د مشکلاتو د حل لپاره هڅې کوي.

راپور: واصل وصال