د ۴۶۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د برېښنا د تولید د ۳ پروژو تړونونه لاسلیک شول

د افغانستان د اوبو او انرژۍ او يو شمېر خصوصي شرکتونو ترمنځ په کندهار، هرات او بغلان کې​ د ۴۶۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د برېښنا د تولید د درېیو پروژو تړونونه په اجرائیه ریاست کې لاسلیک شول.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دغو تړونونو د لاسلیک مراسمو ته په وینا کې د اوبو او انرژۍ وزارت او د پروژو د پلي کوونکو شرکتونو نه وغوښتل چې دغه پروژې دې په بنسټیز ډول پلي کړي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

دی وايي:

"زموږ د نن ورځې د کار اساس چې د اوبو او انرژۍ وزارت او شرکتونه باید ورته متوجې وي، هغه د دغو پروژو بنسټیزوالی دی. زموږ د کار کیفیت باید داسې وي چې خلک مو څو لسیزې پرې ډاډه او خاطر جمع وي."

ښاغلی عبدالله وايي، دا چې افغانستان لا په‎خپلو پښو ولاړ نه‎دی، نو هغه مرستې چې د نورو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو له‎خوا کېږي باید په اساسي ډول ولګول شي.

په یادو درېیو تړونونو کې د کندهار د دهلې د برېښنا بند چې ۳۲۲ میلیونه ډالر پرې لګښت راځي، په اساسي ډول رغول کېږي، دا ‌شان د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د دوه نیم میلیونه ډالرو په اررښت د لمریزې برېښنا د يوه مرکز او د پلخمري د برېښنا بند د څلورو دروازو جوړول شامل دي.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې د دغو پروژو په پلي کېدو سره به شااوخوا ۱۰۰ زره کورنۍ د برېښنا له نعمته برخه‌مندې او څه باندې ۶۰ زره هکتاره ځمکې به هم خړوبې شي.

د دغه وزارت د مسؤلینو په خبره په دې پروژو ټولټال ۴۶۰ میلیونه ډالر لګښت راځي چې ۳۲۲ میلیونه‌يې د اسیا پراختیايي بانک له‎خوا ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې نږدې دوه اوونۍ وړاندې د افغانستان د مالیې وزارت او د اسیا پراختیایي بانک ترمنځ د څه باندې ۴۴ میلیونه ډالرو په ارزښت، د سروبي ولسوالۍ په نغلو سیمه کې د لمریزې برېښنا د يوه سټېشن د جوړولو تړون لاسلیک شو.

بل‎خوا د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني بیا يادو مراسمو ته وویل چې د برېښنا د تولید د نویو بندونو د جوړولو تر څنګ دغه وزارت د اوبو د مدیریت پلان هم وروستی کړی دی.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني

علي احمد عثماني وویل:

"د افغانستان د اوبو د مدیریت پلان نږدې نهايي شوی، دغه پلان د دې تر څنګ چې د افغانستان د اوبو د مدیریت تګ‎لاره روښانوي په‌کې د اوبو د ریفورم موضوع ته هم اساسي پاملرنه شوې."

ښاغلی عثماني وايي، که څه هم د برېښنا د بندونو د جوړولو په برخه کې ستونزې شته، خو دغه وزارت هڅه کوي په هر ځای کې چې د برېښنا د بندونو جوړولو امکان وي، هلته بندونه جوړ کړي.

راپور: واصل وصال