د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۶

مسؤلین: د یوه نوي ټرانسفارمر په نصبولو سره به د کابل برېښنا ۳۳ سلنه زیاته شي


د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د کابل ښار د برېښنا په عمومي سب سټېشن کې د یوه نوي ټرانسفارمر په نصبولو سره به د کابل ښار په برېښنا کې ۳۳ فیصده زیاتوالی راشي.

دغه شرکت وايي، په لږه موده کې به د کابل ښار د برېښنا رسولو په عمومي سب سټېشن کې د ۱۶۰ مېګاولټ امپير په ظرفیت، یو نوی ټرانسفارمر هم نصب شي.

د دغه شرکت عملیاتي رئیس عبدالوکیل ناصري د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ په ۱۳» د کابل ښار د چمتلې په عمومي سب سټېشن کې خبریالانو ته وویل، د دغه ټرانسفارمر په نصبېدو سره به د کابل ښار په برېښنا کې ۳۳ فیصده زیاتوالی راشي.

ښاغلي ناصري وویل:

"دوه ۱۶۰ "اېم. بي. ای" چې ټول ۳۲۰ کېږي، عملاً نصب دي او ۱۶۰ به نور هم ورزیات شي، له دې سره زموږ د برېښنا ظرفیت ۳۳ فیصده لوړېږي، راتلونکي کال ته به موږ د دغه سب سټېشن له لارې، د وارداتي برېښنا د ۴۵۰ مېګاواټو په ظرفیت د برښنا امکانات ولرو."

ښاغلي ناصري وویل، د چمتلې د عمومي سب سټېشن په نوي ټرانسفارمر به د اسیا پراختیايي بانک ۹.۶ میلیونه ډالره ولګېږي.

ده دا هم وویل چې له دې سره به د کابل ښار د برېښنا۴۰ فیصده پارچاوي، ۲۰ فیصدو ته راټیټه شي.

د برېښنا شرکت مسؤلینو وویل، دغه ټرانسفارمر د ازبکستان د وارداتي برېښنا په سیستم کې کومه چې د ارغندې له سیمې کابل ښار ته ځي، نصبېږي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د اسیا پراختیايي بانک رئيس سیمیول تموا وویل، له افغانستان سره د برېښنا رسولو په سیستم کې، د دوی د تېرو مرستو په دوام، دغه نوې مرسته هم کوي.

تموا زیاته کړه:

"د اسیا پراختیايي بانک او موږ خوښ یوو چې د افغانستان له خلکو سره مرسته کوو او دغه سب سټېشن جوړوو، موږ د برېښنا شرکت له همکارانو سره ګډ کار کوو چې دغه کارونه پر وخت بشپړ شي. هیله ده چې دغه پروژه له وخته مخکې بشپړه شي."

دا په داسې حال کې ده چې کابل ښاریان او د تولیدي فابریکو مسؤلین تل د برېښنا له کموالي او د بیو له لوړوالي شکایت کوي.

سربېره پر کابل ښار د ځینو ولایتونو اوسېدونکي وايي، لویو ښارونو ته څېرمه داسې سیمې هم شته چې اصلاً برېښنا نه‌ده ورسېدلې.

خو د افغانستان د برېښنا شرکت مسؤلین وايي، د ۵۰۰ مېګاواټو په ظرفیت د برېښنا رسولو په یوې بلې پروژې هم کار روان دی چې له بشپړېدو سره به‌يې، په راتلونکي کال کې لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو ته هم برېښنا ورسېږي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG