پاپ: نړیواله ټولنه باید د روهینګیايي مسلمانانو حقونه پر ځای کړي

د نړۍ د کاتولیک مسیحیانو مشر پاپ فرانسیس له روهینګیا کډوالو د هغه کړاونو له امله بخښنه وغوښته چې دغه مسلمان اقلیت تحمل کړي دي.

د کاتولیک مسیحیانو مشر وویل نړیواله ټولنه باید د روهینګیا حقونه پر ځای کړي او له هغوی سره مرسته وکړي.

پاپ فرانسیس د بنګله دېش له حکومت او ولس نه هم مننه وکړه چې روهینګیا کډوالو ته يې ځای ورکړی دی.

پاپ فرانسیس که څه هم له برما یا میانمار څخه د کتنې پر مهال د روهینګیا د نوم له یادولو ډډه کړې وه، خو پرون يې مسلمانو، بودایانو او مسیحي مشرانو ته په وینا کې له برما څخه کډه شوي روهینګیا په نامه یاد کړل.

پاپ فرانسیس چې د روهینګیا کډوالو د یوې ماشومې پر سر يې لاس کېښود او یو کوچنی هلک یې له لاس نیولی و وویل:

پاپ فرانسیس

"موږ تاسو ته ډېر څه نشو کولای، خو ستاسو کړاونه زموږ په زړه کې دي."

د روان کال په اګسټ میاشت کې د برما په راخین ایالت کې د تاوتریخوالي له امله څه د پاسه ۶۲۰۰۰۰ روهینګیايي مسلمانان بنګله دېش ته کډه شوي دي.

ملګرو ملتونو او متحده ایالاتو په راخین ایالت کې د روهینګیا پر ضد د برما د حکومتي ځواکونو او ځايي بودایانو زرو زیاتی قومي تصفیه بللې ده.

روهینګیا وايي، د برما امنیتي ځواکونو او بودایانو د دوی کورونه سوځولي دي، جنسي تېري يې پرې کړي دي او په ډله اییز ډول يې وژلي دي.

خو د برما حکومت دا ردوي او ټینګار کوي چې امنیتي ځواکونه د هغو سخت دریځو پر ضد عملیات کوي چې په راخین ایالت کې يې پر سرتېرو بریدونه کړي دي.

روهینګیايي مسلمانان

که څه هم روهینګیا له لسیزو راهیسې په برما کې مېشت دي، خو دا هېواد نه یوازې دا چې روهینګیا د برما وګړي نه ګڼي بلکې دا اقلیت يې له ډېرو اساسي حقونو او لومړنیو اسانتیاو بې برخې ساتلی دی.