سوپکو: له وسله‌والو د جګړې ګټل هغه وخت ممکن دي چې نشه‌يي توکي له‌منځه لاړ شي

د افغانستان د بیارغونې پر چارو د امریکا د حکومت سرمفتش جان سوپکو له یوې امریکايي رسنۍ سره په خبرو کې په افغانستان کې د وسله‎والو طالبانو د مالي سرچینو له‎منځه وړلو باندې ټینګار کړی دی.

ښاغلي سوپکو ویلي چې د وسله‎والو طالبانو پر وړاندې د جګړې ګټل هغه وخت امکان لري چې په دې هېواد کې د وسله‎والو طالبانو ستره مالي سرچینه، يعنې مخدره مواد له منځه لاړ شي.

د بیارغونې پر چارو د امریکا د حکومت سرمفتش جان سوپکو

دی وايي:

"تر هغو به د طالبانو پر وړاندې جګړه ونه ګټل شي چې مالي سرچينه يې له‎منځه ولاړه نه‎شي. جنرال نیکلسن په ډاګه وویل چې دا «مخدره مواد» د طالبانو ۶۰ سلنه عواید تشکیلوي، نو زموږ نظر دا دی چې که غواړئ د طالبانو پر وړاندې بریالی شئ باید د «مخدره مواد» پر وړاندې اقدام وکړي."

ښاغلي سوپکو په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې له نېږدې دوو اونیو راهیسې په هلمند ولایت کې مخدره موادو ستر مرکزونه چې د وسله‌‎والو طالبانو د تمویل سترې سرچینې بلل کېږي د افغان او امریکايي ځواکونو تر هوايي حملو لاندې راغلي دي.

د افغان چارواکو په خبره په دې حملو کې سلګونه ټنه مخدره مواد له‎منځه تللي او د هیروئینو د تولید څو سترې کارخانې هم ویجاړې شوي دي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن هم مخدره مواد د وسله‎‌والو طالبانو د تمویل اصلي سرچینه بللې ده، دی ټینګار کوي چې دغه ډله د مخدره موادو له لارې ‌ډېر عواید ترلاسه کوي.

افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن

ښاغلي نېکلسن ویلي چې د افغانستان مخدره مواد په کال کې۶۰ میلیارډ امريکايي ډالر عواید لري چې۲۰۰ میلیونه ډالر يې د وسله‌‎والو طالبانو د مشرانو جېبونو ته ځي.

په ورته وخت کې د هلمند والي حیات الله حیات وايي چې د مخدره موادو د سترو کارخانو له‎منځه وړلو لپاره د افغان او امریکايي ځواکونو ګډ نظامي عملیات اوس هم دوام لري.

د هلمند والي حیات الله حیات

دی وايي:

"موږ د کجکي، موسی کلا، واشېر او دیشو ولسوالیو کې د مخدرو موادو او طالبانو مرکزونه په نښه کړل او له منځه مو یوړل چې په ترڅ کې یې لسګونه ټنه مخدره مواد له منځه تللي دي. دوه شپې مخکې مو په موسی کلا کې ځانګړي عملیات لرل چې ۸،۱۲ ټنه مخدره مواد په کې له منځه لاړل."

هاخوا د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان د مخدره موادو او ترورېزم پر وړاندې پر هم مهاله مبارزه باندې ټینګار کوي.

سیاسي کارپوه او په افغانستان کې د ناټو پخوانی سلاکار شفیق همدم وايي چې مخدره مواد د افغانستان له روانې جګړې سره مستقیمه اړیکه لري، ځکه نو د جګړې د ختمېدو لپاره باید له مخدرو موادو پر ضد جدي مبارزه وشي.

ښاغلی همدم که څه هم د مخدره موادو پر ضد روان عملیات ګټور بولي، خو ټینګار کوي چې افغان حکومت باید هغو بزګرو ته هم د کوکنارو د کښت بدیل ورکړي چې له مجبوريه کوکنار کري.

راپور: عبادالله حنانزی