اجرائیه ریاست: تر ۲۰۳۰ له "م. م" سره د ښځو د پیاوړتیا ژمنه شوې، باید پوره شي

د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، د هېواد دوامداره پراختیا د ښځو له ګډون پرته نیمګړې ده، د دې له امله د ټولو دولتي او غیر دولتي بنسټونو دنده ده چې د ښځو د پیاوړتیا لپاره جدي هڅې وکړي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، افغان حکومت، مدني ټولنې، خصوصي سکټور او خلکو ته په‎کار ده چې د ښځو د پیاوړتیا لپاره تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې، د ملګرو ملتونو د سازمان له سپارښتنو او ټینګار سره سم، هڅې چټکې کړي.

اجرائیه رئیس دا خبره د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۷» د افغانستان د دوامداره پرمختیايي هدف په رڼا کې د ښځو د پیاوړتیا تر نامه لاندې په یوه کنفرانس کې وکړه.

ده وویل، افغان حکومت د ښځو د پیاوړتیا لپاره تر ۲۰۳۰م میلادي کال پورې له ملګرو ملتونو سره ژمنه کړې او باید دغه ژمنې تر ډېره حده پوره شي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

نوموړی وايي:

"یوازې دا نه چې موږ یوه نړیواله ژمنه کړې بلکې، په هېواد کې هم یوې دوامدارې پیاوړتیا ته اړتیا لرو. کوم هدفونه چې په لومړیتوبونو کې راغلي هغه د بې‎وزلۍ له‌منځه وړل، روغتیا د ټولو لپاره، کیفیت لرونکې زده‎کړه، جنسیتي برابري او د ښځو او نجونو پیاوړتیا او داسې نورو ته باید پام وشي."

د ښځو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د ملګرو ملتونو سازمان په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د ښځو د پیاوړتیا لپاره، یوه نړیواله موضوع تصویب کړه او د دغه سازمان ټول غړي هېوادونه‌یې په عملي کېدو مکلف وګڼل شول.

د ښځو چارو د وزارت مسؤلینو وویل، افغانستان ژمنه کړې چې تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې د دغې نړیوالې موضوع ۱۷ هدفونه چې د ښځو د پیاوړتیا، حقونو، تعلیم، روغتیا او په سیاسي، فرهنګي او اقتصادي برخو کې د دوی د مشارکت موضوع‌ګانې په‌کې شاملې دي، تر ډېره ځایه عملي کړي.

د ښځو د پیاوړتیا لپاره تر ۲۰۳۰ پورې، د ملګرو ملتونو د سازمان له سپارښتنو او ټینګار سره سم، هڅې چټکې کړي.

د ښځو چارو وزیرې دلبر نظري وویل، په دې برخه کې یې پلانونه ترتیب کړي او له ټولو دولتي او غیر دولتي بنسټونو سره‌یې شریک کړي چې د ښځو د پیاوړتیا لپاره پلانونه ترتیب او عملي کړي.

مېرمن نظري وویل، د ښځو د پیاوړتیا لپاره باید د ملګرو ملتونو ۱۷ واړو هدفونو ته یو شان کار وشي.

د ښځو چارو وزیره دلبر نظري

نوموړې وايي:

"د دوامداره پرمختیا اووم هدف جنسیتي برابري او د ښځو پیاوړتیا ده. دا چې څنګه هدف ته رسېږو، زیات کار او دقت ته ضرورت لرو. زموږ په نظر که د بې‎وزلۍ ورک کولو ته پام ونه‌شي، نور هدفونه به هم ترلاسه نه‎شي."

دې وویل، دم‎ګړۍ د هېواد په سیاسي، فرهنګي اقتصادي او داسې نورو ټولنیزو چارو او دولتي بنسټونو کې د ښځو وڼده تر ۳۰ فیصدو پورې رسیدلې، خو کافي نه‎ده او هڅې کېږي چې دغه ونډه نوره هم زیاته شي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس د هېواد په ځینو سیمو کې ښځې او نجونې له تعلیم، عدلي ارګانونو ته د لاسرسي، روغتیا، سیاست، اقتصادي چارو او داسې نورو ښېګنو څخه بې‌برخې دي.

سربېره پر دې د هېواد په ځینو سیمو کې اوس هم ښځې د نارینه‌وو له ګڼو تاوتریخوالو سره مخې دي او حتی په ځینو حالاتو کې وهل ټکول او وژل کېږي هم.

د ښځو چارو وزارت وايي، د دوی د ستونزو د کمولو لپاره‌یې پلانونه ترتیب کړي او د دیني عالمانو او د چارو د ولایتي دفترونو له لارې پلي کېږي.

راپور: خان محمد سیند