دفاع وزارت: پاکستان باید په راکټي بریدونو تاوتریخوالي ته لازمینه برابره نه‌کړي

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د پاکستان حکومت او د دغه هېواد پوځ باید دې ته زمینه برابره نه‌کړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري دغه څرګندونې، د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۲» ازادي راډیو سره د افغانستان پر یو شمېر سرحدي ولایتونو د پاکستان د راکټي بریدونو په تړاو وکړې.

ښاغلی وزیري وايي، که چېرې پاکستان او د هغه هېواد پوځیان خپلو راکټي بریدونو ته دوام ورکړي دوی یې باالمثل ځواب ته چمتو دي چې په دې برخه کې اقدام هم شوی دی.

دولت وزیري

نوموړي زیاته کړه:

"که بله لاره پیدا نه‌شي نو موږ مجبوره یو چې خپل هېواد وساتو او له هغه ځایه چې انداختونه کېږي، موږ هم پرې انداختونه او باالمثل عمل وکړو، خو زموږ هیله دا ده چې د پاکستان پوځیان، د پاکستان حکومت، دې ته زمینه برابره نه‌کړي چې خدای مه‌کړه وضعیت تر دې زیات په تاوتریخوالي بدل شي."

د ښاغلي وزیري په خبره دوی هڅه کوي چې تر ډېره همغه موقعیتونه په نښه کړي کوم چې ورنه د افغانستان پر خاوره راکټي بریدونه کېږي ترڅو له کرښې هاغاړې پرتو ملکیانو ته زیان وانه‌وړي.

له تېرو شااوخوا شپږو کلونو راهیسې د ډیورند کرښې له هغې خوا پر افغان خاوره ګڼ راکټي بریدونه او د توپونو حملې شوي چې له امله‌یې لسګونه افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې او سلګونه نور د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د کونړ اوسېدونکي: پاکستان پر سرکاڼو بمبار او راکټي حملې کړي

د کونړ امنیه قوماندان جمعه‌ګل همت ازادي راډیو ته ویلي چې یوازې په تېرې یوې اوونۍ کې د کونړ پر یو شمېر سیمو د پاکستان له لوري له زرو زیاتې راکټي او توپخانه‌یي حملې شوې دي.

د کونړ په سرکاڼو د پاکستان له خاورې بیا راکټي بریدونه شوي

خو د دغه ولایت والي بیا ازادي راډتو ته ویلي چې د افغان ځواکونو له باالمثل اقدام وروسته په دغو حملو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

Your browser doesn’t support HTML5

د پاکستاني ملېشو پر پوستو د افغان ځواکونو حملې

تر دې وړاندې د افغانستان دفاع وزارت ویلي و چې یاده موضوع‌يې د امریکا، ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو سره هم شریکه کړې ده.

څو ورځې وړاندې د افغانستان لوی درستیز جنرال شریف یفتلي په یوې خبري غونډه کې وویل، افغانستان غواړي دا مسئله د سیاسي خبرو اترو له لارې حل کړي او په همدې هدف به ډېر ژر یو افغان پلاوی پاکستان ته سفر وکړي.

خو له دې ټولو سره د پاکستان حکومت هېڅکله دا خبره نه‌ده تائید کړې چې ګواکې دوی پر افغان خاوره راکټي حملې کوي.

په ورته وخت کې د پوځي چارو یو شمېر افغان کارپوهان که څه هم د پاکستان په وړاندې د افغان سرحدي ځواکونو باالمثل عمل ستايي، خو ټینګار کوي چې په افغانستان کې د ناټو او امریکا د غوڅ ملاتړ مأموریت سرتېري چې له دغه هېواد سره امنیتي او دفاعي تړون لري باید د افغانستان له سرحدونو دفاع وکړي.

له ډلې یې محمدا ګل مجاهد ازادي راډيو ته وویل:

"دا بهتره ګڼم چې د افغانستان سرحدي قواوې حد اقل که د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو نه کار نه‌شي اخیستلی پر نږدې پوستو چې هغوی حملې کوي باید دوی هم پرې حملې وکړي او په دې توګه دا حملې ودرېږي، ترڅو پورې به هره ورځ افغانان قرباني ورکوي او پاکستان به په دې بهانه چې دوی ترورېستان په نښه کوي راکټي حملې کوي، په داسې حال کې چې ترورېستان د دوی تر څنګ ناست دي."

ښاغلی مجاهد له افغان حکومت نه غواړي، له هرې ممکنې لارې چې وي باید د یادې مسئلې د دایمي حل لپاره هڅه وکړي.

راپور: اکرام‌الله اکرام