په سوچي کې د روسیې، ترکیې او ایران ولسمشران د سوریې پر وضعیت غږېږي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سې شنبې په ورځ "۱۳۹۶ کال د لړم ۳۰" په سوچي ښار کې د سوریې له ولسمشر بشار الاسد سره وکتل.

د کرملېن ویاند وايي، بشار الاسد د څلورو ساعتونو لپاره په روسیه کې و.

په سوریه کې د کورنۍ جګړې د پیل راهیسې دا دوهم ځل دی چې بشار الاسد له ولسمشر پوتین سره د لیدو لپاره روسیې ته سفر کوي.

د سوریې ولسمشر بشار الاسد د هغې غونډې په درشل کې سوچي ته تللی و چې ټاکل شوې نن چهارشنبه "۱۳۹۶ کال د لېندۍ ۰۱" په دې ښار کې د روسیې، ایران او ترکیې د ولسمشرانو په ګډون جوړه شي او په‌کې د سوریې پر روان کړکېچ خبرې کېږي.

همدارنګه ولسمشر پوتین د سې شنبې په ورځ "۱۳۹۶ کال د لړم ۳۰" د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره هم ټیلیفوني خبرې کړي چې پر نورو مسئلو سربېره دواړه د سوریې د روان بحران د ختمولو پر لارو چارو هم غږېدلي دي.

پوتین ډونالد ټرمپ سره هم ټیلیفوني خبرې کړي.

د کرملېن له‎خوا په یوې خپرې شوې خبرپاڼې کې ویل شوي، ولسمشر پوتین د بشار الاسد سره د خپلو خبرو په اړه د امریکا ولسمشر ته معلومات ورکړي او دواړه پر هغه پلانونو غږېدلي چې د سوریې د کړکېچ د سیاسي هواري لپاره دي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې یوه اوونۍ وروسته په جنوا کې د ملګرو ملتونو په ملاتړ د سوریې د کړکېچ د سیاسي هواري په هدف خبرې اترې پیل شي.

سپینې ماڼۍ ویلي چې دواړو مشرانو د سوریې د کړکېچ د هواري لپاره د جنوا د خبرو ملاتړ کړی.

روسیه او ایران د سوریې په هغه کورنۍ جګړه کې چې په ۲۰۰۱۱ میلادي کال کې د حکومت ضد مظاهرو له ځپنې راپیل شو، د بشار الاسد د رژیم کلک نظامي او سیاسي ملاتړ کوي، خو ترکیه بیا د هغو یاغیانو ملاتړ کوي چې ولادیمیر پوتین او بشار الاسد یې ترهګر بولي.

ولادیمیر پوتین د سوریې له ولسمشر بشارالاسد سره وکتل

د روسیې ولسمشر پرون سې شنبه "۱۳۹۶ کال د لړم ۳۰" په سوچي کې خپل سوریايي سیال بشارالاسد ته وویل:

"سره له دې چې تر اوسه اوږده لاره په مخ کې ده، خو په سوریه کې جګړه پای ته رسېدلې ده."

ښاغلي پوتین د ۲۰۱۶ میلادي کال په مارچ کې هم ویلي و، سره له دې چې په سوریه کې پوځي عملیات دوام لري، د دې هېواد ځواکونه په پراخه توګه په سوریه کې خپلو اهدافو ته رسېدلي دي.

د سوریې ولسمشر بشار الاسد د ولادیمیر پوتین سره په لیدنه کې د سوریې په کړکېچ کې د روسیې د رول مننه وکړه او ویې‌ویل هغه مهال چې پر ترورېستانو بریالي شي غواړي چې په سیاسي بهیر کې هم پرمختګ وشي.

د سوریې په شپږ کلن کورني جنګ کې تر اوسه پورې درې لکه او ۳۰ زره کسان وژل شوي، تر شپږ میلیونو زیات خلک مهاجر شوي او شااوخوا پنځه میلیونه نور سوریایان په هېواد کې دننه له خپلو سیمو نورو سیمو ته کوچېدلي دي.