جان هیتټین: د اټمي برید لپاره د ټرمپ د هر غیر قانوني امر په وړاندې درېږم

د امریکا د اټمي وسلو د ځواکونو قوماندان وایي، د اټمي وسلو د حملې لپاره د ده په وینا د ولسمشر د هر غیر قانوني امر په وړاندې به ودرېږي او د یوه بدیل اقدام سپارښتنه به ورته وکړي.

د امریکا د ستراتیژیکو وسلو قوماندان، د امریکا د هوایي ځواکونو جنرال جان هیتټین John Hyten د کاناډا په هلیفکس کې نړیوالې امنیتي غونډې ته د شنبې په ورځ وویل چې ده پردې مسئلې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره خبرې کړي دي.

هیټن وویل، دی به ټرمپ او بل هر راتلونکي ولسمشر ته ووايي چې د اټمي وسلو د برید د پیلولو لپاره هر هغه امر به چې معلومه شي، غیر قانوني دی، ونه منل شي.

هغه زیاته کړه، موږ پر دې مسئلې ډېر فکر کړی، کله چې د دې شي مسؤلیت درله غاړې وي، ولې به فکر پرې نه‎کوئ؟ زه ولسمشر ته مشوره ورکوم او هغه به راته وایي چې څه باید وکړم.

د امریکا د ستراتیژیکو وسلو قوماندان دغه راز وویل، که امر غیر قانوني وي، اټکل یې کولای شئ چې څه به پېښیږي؟ زه به ووایم چې ولسمشره ستاسو امر غیر قانوني دی او دی به ووايي چې قانوني یې کوم دی؟ هغه مهال به موږ وضعیت ته په پام سره د اقداماتو لپاره د خپلو ظرفیتونو ګډ انتخابونه وړاندې کړو. په دې ډول کارونه مخ ته ځي او دا کومه پیچلې پروسه نه‎ده.

ولسمشر ټرمپ

د ستراتیژیکو وسلو قومانداني د جګړې په وخت اټمي وسلې کنټرولوي او هم د امریکا د سایبري ظرفیتونو او د توغندیو د مدافعې مسؤلیت لري.

د اټمي وسلو د احتمالي استعمال موضوع په داسې حال کې راپورته شوې چې د شمالي کوریا د اټمي وسلو او د توغندیو د پروګرامونو پر سر کړکېچ دوام لري.

د تېرې سې شنبې په ورځ د امریکا په سنا جرګه کې په دې اړه چې د اټمي حملې د پیلولو لپاره د ولسمشر یو اړخېز صلاحیت دې محدود شي، بحثونه پیل شول.

یو خون ګرمه ولسمشر په یو اړخېز ډول د دې صلاحیت لري چې لومړی اټمي برید وکړي.

سناتوران او کارپوهان له دې سره موافق دي چې د روان وضعیت د دوام یا د یوې احتمالي حملې په صورت کې ولسمشر د اساسي قانون له مخې دا صلاحیت لري چې له هېواده دفاع وکړي.

خو یو شمېر سناتورانو اندېښنه څرګنده کړه چې یو خون ګرمه ولسمشر په یو اړخېز ډول د دې صلاحیت لري چې لومړی اټمي برید وکړي.

د سنا جرګې استماعیه غونډې ته متقاعد جنرال سي. رابرت کلر Robert Kehler چې د ۲۰۱۱ نه تر ۲۱۳ کلونو پورې د امریکا د ستراتیژیکو ځواکونو قوماندان و، د پوځ دستور العمل ته په اشارې وویل، پوځ مکلف دی چې قانوني امر پر ځای کړی خو د غیر قانوني د پرځای کولو مکلفیت نه‎لري.

د یادونې وړ ده چې د امریکا د وخت ولسمشر هري ترومن Harry S. Truman په ۱۹۴۵ کال کې د دوهمې نړیوالې جګړې په پای کې د جاپان په هیروشیما او ناګاساکي ښارونو د اټمي حملو امر ورکړی و.