د سرپل ولایتي شورا: بهرني ترورېستان سیمه‎ییزو طالبانو ته نظامي زده‎کړې ورکوي

د سرپل ولایتي شورا غړي دې ولایت کې د نا امني له زیاتوالي خبر ورکوي او وايي چې بهرني ترورېستان سیمه‎ییزو طالبانو ته د نظامي زده‎کړو زمینه برابروي.

د سرپل ولایتي شورا یو غړی حسین مجاهدزاده وايي چې د محلي طالبانو پرته په دې ولایت کې د بهرني ترهګرو فعالیت هم زیات شوی دی.

د سرپل ولایتي شورا دې استازي ازادي راډیو ته وویل چې وسله‎وال طالبان اکثراً په صیاد او کوهستاناتو ولسوالیو کې د ترهګرۍ مرکزونه لري.

هغه وویل چې بهرني طالبان اکثراً سیمه ییزو طالبانو ته نظامي زده کړې ورکوي.

مجاهدزاده زیاته کړه:

"خارجي طالبان اکثراً د سیمه‎ییزو ځواکونو د تجهیز او روزنې په برخه کې کار کوي او هغوی ته د ماین جوړونې او د وسلو څخه د کار اخېستنې به برخه کې روزنه ورکوي."

د سرپل د ولایتي شورا غړي وايي، طالبان له قوي مالي او نظامي ملاتړه برخمن دي او په جګړو کې خپل ټپي شوي، کسان د کوهستاناتو ولسوالۍ مرکز او یا هم پاکستان ته د درملنې لپاره استوي.

د سرپل حکومتي چارواکي هم په دې ولایت کې د بهرنیو تروریستانو موجودیت مني چې په اړه يې د سرپل د والي ویاند ذبیح‎الله اماني ازادي راډیو ته وویل چې د ازبکستان اسلامي تحریک غړي د جوزجان-سرپل په مرزي سیمو او صیاد ولسوالۍ کې فعالیت کوي.

طالبان له قوي مالي او نظامي ملاتړه برخمن دي .

اماني وویل چې کوهستاناتو او صیاد ولسوالۍ کې موجود وسله‎وال طالبان د دولتي وسلو څخه په استفادې د افغان امنیتي ځواکونو په وړاندې جنګېږي.

هغه وویل چې د کوهستاناتو په لومړي سقوط کې د ملي اردو د یوه کنډک تجهیزات او وسلې د طالبانو لاس ته ورلوېدلي او له کابو دوه کلونو راپه دېخوا یې په سرپل کې د ناامنیو په رامنځته کولو کاروي.

د سرپل والي ویاند وايي چې وسله‎وال طالبان اکثراً په صیاد، کوهستاناتو، سوزمه قلعه او مرکز ته په نېږدو سیمو کې تحرک لري.

د سرپل د والي ویاند ذبیح‎الله اماني

هغه وویل:

"ترورېستان اکثراً په کوهستاناتو ولسوالۍ کې موجود دي او هلته د روزنې مرکزونه هم لري، په دې وروستیو کې د صیاد ولسوالۍ په ګڼ شمېر سیمو کې دوی فعالیت لري او په سوزمه قلعه کې هم تخریبي فعالیتونه ترسره کوي."

دا په داسې حال کې ده چې ویل کېږي په اکثرو شمالي ولایتونو کې ناامني د سرپل له کوهستاناتو څخه رهبري کېږي او دا ولسوالۍ له کابو دوه کلونو راپه دېخوا د طالبانو په لاس کې ده.

راپور: مجیب الرحمن حبیب‎زی