د لویې جرګې د رابللو په اړه وروستیو هڅو ته د ارګ ځواب!

په افغانستان کې د لویې جرګې د رابللو مسئله توده شوې ده او حکومت مخالفت ورسره کړی دی.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي لویه جرګه د اوسنیو روانو ستونزو حل لاره بللې ده، خو ارګ وایي چې د اساسي قانون له مخې د دې جرګې د راغوښتلو واک او صلاحیت یوازې له حکومت سره دی.

د افغانستان حکومت اعلان وکړ چې لویه جرګه د اساسي قانون له مخې یوازې حکومت راغوښتلی شي.

ارګ وایي، لویه جرګه د افرادو صلاحیت نه‌دی.

ارګ وروسته تر دې په دې اړه اعلامیه خپره کړه چې د افغانستان په یو شمېر ښارونو کې د لویې جرګې د رابللو لپاره اعلانونه خپاره شول.

د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي ازادي راډيو ته وویل چې د دغې لویې جرګې د مخنیوي لپاره اعلامیه خپره شوې ده.

د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي

دی وايي:

"دا د حکومت صلاحیت دی چې لویه جرګه راوغواړي. ترکیب او مېکانیزم‌یې د افغانستان په اساسي قانون کې ډېر واضح دی، نو د دې لپاره چې حکومت د ځینو کسانو مخه نیولې وي چې داسې هڅې کوي، اعلامیه‌یې خپره کړې ده."

د ارګ په اعلامیه کې راغلي دي چې په دې وروستیو کې ځینو افرادو او حلقو د لویې جرګې د رابللو اوازې خپرې کړې دي او همداراز یې د هېواد ځینو ولایتونو ته خپل افراد او اشخاص استولي دي چې هغوی نه‌یوازې د حکومت رسمي استازي نه‌دي، بلکې عام خلک هم له دوی سره په ناستو او مشورو مکلف نه‌دي.

لویه جرګه د اساسي قانون له مخې یوازې حکومت راغوښتلی شي.

شاه‌حسین مرتضوي زیاتوي چې حکومت د یو شمېر کسانو له لوري د لویې جرګې د جوړېدو هڅو ته اندیښنه نه‌لري.

دی زیاتوي:

"موږ هېڅ شي ته اندېښمن نه‌یوو، قانوني بنسټونه شته هغه څه چې د لویې جرګې په اړه شته په قانون کې څرګند دي چې حکومت په څه ډول حالتونو کې کولای شي چې لویه جرګه راوغواړي او موږ اوس په هغې مرحلې کې نه‌یوو او د لویې جرګې رابلل د حکومت واک دی نه د افرادو او اشخاصو."

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د تلې په شلمه یوې غونډې ته په کابل کې څرګنده کړه چې له اوسنیو ستونزو څخه د وتلو لپاره باید دودیزه لویه جرګه راوبلل شي.

د ښاغلي کرزي په وینا په دې جرګه کې باید طالبان هم برخه واخلي.

البته پخواني ولسمشر دا خبره هم کړې ده چې دی د جرګې د راغوښتلو صلاحیت نه‌لري، خو د جرګې د جوړېدو لپاره د یوه افغان په توګه وړاندیز کوي.

د حامد کرزي په وخت څلور لویې جرګې رابلل شوې وې.