جنبش ګوند: دوستم کابل ته راځي او له حکومت څخه به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي

د افغانستان د ملي اسلامي جنبش ګوند چې مشري یې د افغان ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم کوي، وايي چې جنرال دوستم به کابل ته په راتګ سره د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه خپل کار پیل کړي.

د دغه ګوند ویاند بشیر احمد ته‎ینج د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لړم ۲۲» ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی دوستم ښايي تر راتلونکو دوو اوونیو پورې کابل ته راشي.

د نوموړي په خبره، ښاغلی دوستم به کابل ته په رارسېدو سره سم، خپل کاري دفتر ته ولاړ شي.

بشیر احمد ته‎ینج

نوموړي وویل:

"موږ هېواد ته د جنرال دوستم د راتللو په تمه یوو، که خدای غوښتي وي، تر راتلونکو دوو اوونیو پورې به راشي، یو شی مشخص دی، هغه دا چې هغه د ولسمشر لومړی مرستیال دی او د حکومت تر پایه به له حکومته ملاتړ کوي، بیا چې تر هغې وروسته د انتخاباتو موضوع رامخته کېږي، کومه پرېکړه چې کېږي، هغه بیا بېله مسئله ده."

یوه معتبره حکومتي سرچینه هم افغانستان ته د جنرال دوستم د راتګ راپورونه تائیدوي، خو په دې اړه جزئیات نه‌ورکوي.

مخکې تر دې د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي یوې خبري غونډې ته ویلي وو، دوی هیله‎مند دي چې د ښاغلي دوستم روغتیايي وضیعت ژر ښه او بېرته هېواد ته راستون شي.

د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې دولت هم اعلان کړی چې د راتګ په وړاندې یې خنډ نه‌شته.

  • له ښاغلي محقق مو وپوښتل چې له جنرال دوستم سره مو چې کتلي وو، ایا هغه تصمیم درلود چې کابل ته راشي؟

د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق

نوموړي وویل:

"مشخصاً داسې څه نه‌شته، خو کومې خبرې چې موږ په دولت کې په دې ورځو کې واورېدې، هغه دا چې جنرال راځي او کوم خنډ یې په وړاندې نه‌شته."

عبدالرشید دوستم د جوزجان د پخواني والي احمد اېشچي په جنسي ځورونه تورن دی.

د نوموړي په اړه تر دغو تورونو وروسته، د ده د دفتر له‌خوا وویل شول چې ښاغلی دوستم د روغتیايي معایناتو لپاره، ترکیې ته تللی دی.

د احمد اېشچي د دوسیې د څرنګوالي په اړه، د اختلافاتو تر شدت وروسته عبدالرشید دوستم، د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال محمد محقق، د بهرنیو چارو د وزیر صلاح‌الدین رباني او د بلخ د والي عطا محمد نور سره په ترکیه کې د افغانستان د ژغورنې ائتلاف اعلان کړ.

ښاغلی ته‎ینج وايي، کابل ته د جنرال دوستم په راتګ سره به دغه ائتلاف خپل نور فعالیتونه هم ولري.

کابل ته د جنرال دوستم د راتګ خبرې په داسې حال کې کېږي چې په لویې څارنوالۍ کې د احمد اېشچي د قضیې په اړه وروستی حال دا دی چې محکمې د ولسمشر د لومړي مرستیال یو شمېر ساتونکي په حبس محکوم کړي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د حقوق‌پوهانو د ټولنې مرستیال سبحان مصباح وايي، دا چې لويې څارنوالۍ او محکمې په ځانګړي ډول جنرال دوستم مجرم نه‌دی بللی، هېواد ته د هغه د راتللو په وړاندې هېڅ قانوني خنډ نه‌شته.

ښاغلی مصباح وایي:

"که چېرې د ولسمشر لومړی مرستیال راځي او خپل کار ته دوام ورکوي، حقوقي خنډ نه‌شته، خو قضیه شته او باید د قانون له مخې په څارنوالۍ او محکمه کې د تورونو په اړه ځواب ووايي."

د افغانستان د ملي اسلامي جنبش د ویاند په خبره، عبدالرشید دوستم اوس‌مهال په انقره کې دی او روغتیايي وضعيت‌یې هم ښه دی.

ښاغلی ته‎ینج وايي، د جنرال دوستم او یو شمېر حکومتي چارواکو ترمنځ په مستقیم او غیر مستقیم ډول اړیکې موجودې وې.

دی وايي، د وروستیو ټاکنو په ځانګړي ډول، د ملي امنیت شورا د مرستیال په توګه د سید انور سادات د ګمارنې په برخه کې، عبدالرشید دوستم شین څراغ ښودلی و.