قلاتوال: ډیورند فرضي کرښه ده، د بریتانیې د سفیر خبرې ناسمې دي

د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د ډیورند کرښې په اړه په کابل کې د بریتانیا د سفیر وروستۍ څرګندونې د ډیپلوماتیکو اصولو خلاف بولي.

دغه وزارت وايي، داسې هیڅ رسمي سند نشته چې د ډیورند د فرضي کرښې پر رسمیتوب دلالت وکړي.

د دغه وزارت مرستیال ننګیالي قلاتوال د شنبې په ورځ«۱۳۹۶کال لړم۱۳» ازادي راډیو ته وویل چې افغانان ډیورند کرښه د رسمي پولې په توګه نه مني او د کرښې په اړه باید له غیر مسؤلانه څرګندونو ډډه وشي.

ننګیالی قلاتوال

نوموړي زیاته کړه:

"د ډیورند کرښه هېڅ وخت رسمي نه وه او نه به وي او په دې اړه د افغانستان د اسلامي جمهوریت دریځ څرګند دی چې دا یوه فرضي کرښه ده، د بریتانیې د سفیر څرګندونې ناسمې دي."

په کابل کې د بریتانیې سفیر نیکلاس کي له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي چې د بریتانیا او نړیوالو له نظره د ډیورند کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي پوله ده.

نوموړي دغه شان د ډیورند د کرښې په اوږدو کې د اغزن سیم غځولو او موانعوو جوړولو په اړه ویلي چې پاکستان د یادې کرښې د مدیرت حق لري.

که څه هم تر دې وړاندې یو شمېر پاکستاني چارواکو د ډیورند کرښې د رسمیت په اړه څرګندونې کړي، خو ښايي دا لومړی ځل وي چې یو لوړ پوړی برحاله بریتانیوی ډیپلومات ورته خبره کوي.

افغان حکومت: د پاکستان پوځ د ډیورند پر کرښه جنګي وضعیت جوړ کړی

ولسي جرګه: د ډیورند کرښې په اړه تصمیم نیول یوازي د ملت حق دی

د پکتیا مظاهره‌چیان: که حکومت د ډیورند کرښې دفاع نه‌شي ولسونه چمتو دي

د ډیورند کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ هغه نېږدې ۲۶۴۰کېلو متره اوږده کرښه ده چې لا تر اوسه نه د افغانستان د حکومت او نه د کرښې په دواړو خواوو کې د مېشتو قومونو له خوا د رسمي پولې په توګه منل شوې ده.

د دغه کرښې تړون شااوخوا ۱۲۴کاله وړاندې د بریتانیوي هند او په افغانستان کې د وخت د حکومت لخوا لاسلیک شو.

پاکستان تر اوسه د ډیورند پر کرښه ۴۳ کېلومتره ازغن سیم تېر کړی دی.

د افغانستان ولسمشر د دې اقدام په غبرګون کې ویلي دي، هغوی چې غواړي په ازغن سیم خلک سره بیل کړي، باید بیا فکر وکړي.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې یو شمېر غړي هم وايي، د ډیورند کرښې دواړو خواوو ته له مېشتو قومونو پرته هېڅ څوک د یادې کرښې د برخلیک په اړه تصمیم نه شي نیولای.

له ډلې نجیبې حسینې ازادي راډیو ته وویل:

"هغه خلک چې د کرښې په دواړو خواوو کې ژوند کوي د خپل برخلیک د معلومولو حق پخپله همدوی لري، دا چې بریتانیې تل له پاکستان سره ښې اړیکې لرلي نو ځکه په دې مسئله کې د پاکستان ملاتړ کوي، خو زما په نظر د دوی خبرې بې بنسټه دي ځکه چې په دې اړه هیڅ سند نشته."

د اغلې حسینې په خبره، د کابل ـ اسلام اباد اړیکې وار له مخه ترینګلي دي نوښه به وي چې بهرنیان د دا ډول څرګندونو پرځای د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په ښه کولو کې مرسته وکړي.

د یادونې ده چې د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت تر دې دمخه په لنډ راتلونکي کې د ډیورند کرښې په اړه د یوې ستراتېژۍ د جوړولو خبره هم کړې وه چې د یاد وزارت د چارواکو په وینا، یاده ستراتېژي به په دې برخه کې د افغان حکومت رسمي دریځ څرګند کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس