د ناامنیو په اړه د مشرانو جرګې اندېښنې او د کورنیو چارو وزارت ژمنې

په هېواد کې د وروستیو ناامنیو له امله، د افغانستان مشرانو جرګه له امنیتي ارګانونو غواړي چې په هېواد کې د امنیت د تأمینولو لپاره هڅې تېزې کړي.

د مشرانو جرګې غړیو د یکشنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې په جوزجان، فاریاب، ننګرهار او ځینو نورو ولایتونو کې پر روانو ناامنیو اندیښنې وښودې.

د جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار وویل، ناامني یوازې په یو څو ولایتونو کې نه، بلکې په ټول هېواد کې خپره ده.

د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار

دی وايي:

"ستونزه په مجموع کې د فاریاب او جوزجان په ولایتونو کې ده، خو په ټول افغانستان کې هم ناامنه حالت روان دی. د کورنیو چارو له وزیر سره به خبرې وکړو، پرون مو هم د خبرو هڅه وکړه چې روان حالت ښه شي. که دوی غفلت کوي نو مسؤلیت به یې هم د دوی په غاړه وي. اوس د جوزجان او ننګرهار د ولایتونو حالت یو دی."

د جرګې ځینو غړیو وویل، د مخالفینو د ځپلو په مقصد د افغان ځواکونو عملیات په جوزجان، سرپل او ننګرهار ولایتونو کې په سستۍ سره پر مخ ځي او د دوی په خبره، که روان وضعیت همداسې دوام وکړي، وسله‎وال مخالفین به یو شمېر نورې ولسوالۍ هم ونیسي.

مشرانو جرګه په داسې حال کې د هېواد پر روان ناوړه امنیتي وضعیت اندیښنې ښيي چې د هېواد له اکثرو ولایتونو د ناامنیو خبرونه خپریږي او ویل کېږي چې په ژمي راتللو سره به دغه وضعیت نور هم خراب شي.

په ننګرهار ولایت کې ۳۵۴ ترهګرې ډلې او د داعش څه باندې زر جنګیالي فعالیت کوي.

د دغې جرګې د ځینو غړیو په خبره اوس په ننګرهار، سرپل، جوزجان، ننګرهار، هلمند، کونړ، نورستان، فراه او ځینو نورو ولایتونو کې ناامني زیاته شوې ده.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت د ننګرهار امنیتي وضعیت ته په کتو سره وايي، د هېواد ملي پولیس، د ملي اردو او ملي امنیت له ځواکونو سره په همغږۍ هڅه کوي چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې امنیت ښه شي.

د دغه وزارت سرپرست ویس احمد برمک چې د یکشنبې په ورځ د مشرانو جرګې د کورني امنیت کمېسیون ور غوښتی و؛ وویل، اوس په ننګرهار ولایت کې ۳۵۴ ترهګرې ډلې او د داعش څه باندې زر جنګیالي فعالیت کوي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویس احمد برمک

دی وايي:

"باید تاسې ته ووایم چې له تېرو درې څلورو ورځو نه ملي اردو، ملي پولیس او د ملي امنیت ریاست یو پروګرام لري چې د ننګرهار په خوګیاڼو او داسې نورو سیمو کې د مخالفینو د خوځښتونو مخه ونیول شي او په اکثرو ناامنو سیمو کې هغوی له منځه یوسو."

ښاغلي برمک وویل، په ننګرهار ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو د هڅو په نتیجه کې امنیت د قناعت وړ دی، خو له دې سره-سره د دغه ولایت یو شمېر ولسوالۍ اوس هم د وسله‎والو مخالفینو له ګواښ سره مخ دي.

راپور: خان محمد سیند