د ولسي جرګې د ځینو غړو لهخوا پر یو بل د تورونو لګول په دې وروستیو کې مخ په زیاتېدو دي.
دا ځل د ولسي جرګې غړي ګل پاچا مجیدي د جرګې لومړی مرستیال همایون همایون او د دغې جرګې یو غړی محمد نعیم لالی حمیدزی، د ولسي جرګې د ټلوېزیون د خپرونو په آرشیف کې په لاسوهنې تورن کړل.
نوموړي ادعا وکړه چې یاد وکیلان د شپې په ۱۱ بجو له خپلو ساتونکو سره یوځای د ملي شورا د الحاقیې ودانۍ ته راغلي، مسؤلانو تهیې رشوت ورکړی او د ولسي جرګې د نشرانو ارشیف ته ننوتي دي.
مجیدي زیاته کړه:
"پارلمان خوندي نهدی، د دغې جرګې د ټلوېزیون ارشیف د شپې په ۱۱ بجو تر تعرض او تجاوز لاندې راځي، دا مسئله باید څارنوالۍ او حکومت ته راجع شي، دغه کسان د ولسي جرګې لومړی مرستیال او لالی حمیدزی دي او په دې اړه مؤثق اسناد هم شته."
خو ښاغلي مجیدي روښانه نهکړه چې د ولسي جرګې دغه غړي په کوم هدف او د کومو اسنادو د لاسته راوړلو لپاره د ولسي جرګې د نشراتو ارشیف ته ورغلي دي.
د ولسي جرګې لومړي مرستیال همایون همایون د دغې ادعا په ځواب کې ومنله چې نوموړی د شپې په ۱۱ بجو د ولسي جرګې د ټلوېزیون دفتر ته تللی، خو ټينګار یې وکړ چې د نشرانو په څرنګوالي د انتقاد لپاره ورغلی.
د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون
نوموړي وویل چې د ولسي جرګې ځانګړی کمېسیون دې په دې اړه څېړنه وکړي.
ښاغلي همایون زیاته کړه:
"ښاغلی مجیدي رښتیا وايي، موږ هلته تللي یو، د شپې ۱۱ بجې وې، د ټلوېزیون نشراتیې قطع کړل، خو ښاغلی مجیدي دا انتقاد پهدې خاطر کوي چې د لومړي معاونیت موټر یو کال ورسره و او چې ترې بېرته مې واخیست، اوس دا ډول عقدهیې چلند کوي."
محمد نعیم حمیدزي لالي بیا د ملي شورا الحاقیې ته تلل ومنل، خو د ارشیف په اسنادو کې یې لاسوهنه رد کړه.
نوموړی له دغو څرګندونو وروسته له خپل ځای نه اوچت شو تر څو پر ښاغلي مجیدي فزیکي حمله وکړي.
محمد نعیم حمیدزی لالی
ښاغلی لالی زیاتوي:
"دغه څرګندونې سمې دي، خو زه د لومړي مرستیال خبرې تکراروم."
خو یو شمېر وکیلان د نوموړي مخه ونیوله چې د غونډې فضا خپل عادي حالت ته وګرځي.
د ولسي جرګې غړي رمضان بشردوست بیا انتقاد وکړ او ویېویل چې باید د لالي حمیدزي او همایون همایون دندې وځنډول شي.
دی وايي:
"که یو کس څوک ووژني، هېڅڅوک حق نهلري چې د سهار تر شپږو بجو یې کور ته ننوځي، زما وړاندیز دا دی که تاسې د کور عزت خوندي ساتل غواړئ باید د دغو دوو دندې وځنډول شي."
د حمیدزي لالي او همایون همایون دندې دې وځنډول شي.
په همدې حال کې د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي د وکیلانو ترمنځ له لفظي شخړې او د فزیکي برخورد له هڅو انتقاد وکړ او د دغه وضعیت د دوام د مخنیوي لپارهیې ناسته بېنتیجې پای ته ورسوله.
د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي
نوموړی وايي:
"دلته د ملت کور دی، د قانون جوړولو کور او د منطق مطرح کولو ځای دی، دلته د چاقو ایستلو، بوکس، د سپکو سپورو او ګواښونو ځای نهدی، دا د اصولو خلاف دي."
د ولسي جرګې د ځينو غړو لهخوا یو پر بل د تورونو لګول له تېرې یوې میاشتې راهیسې زیات شوي دي.
نږدې یوه میاشت وړاندې د دوی ترمنځ دغه جنجالونه وروسته له هغه پیل شول چې د ولسي جرګې لومړي مرستیال د جرګې رئیس او د دارالانشا مشر په اداري فساد تورن کړل.
تر هغې راوروسته د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون هم د ځمکو د غصب په تور په اداري فساد تورن شو چې اوسمهال د ولسي جرګې څلور کمېسیونونه په دې برخه کې د اسنادو او شواهدو په راټولولو بوخت دي.
راپور: ناجیه ساپۍ