د میدان وردګو یو پخوانی امنیه قوماندان او ۴ چارواکي په بند محکوم شوي

د اداري فساد له درنو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز ابتدائیه محکمې د میدان وردګو ولایت د امنیې پخوانی قوماندان او څلور نور چارواکي په درې درې کاله تنفیذي بند محکوم کړل.

د محکمې رئیس شیر اقا منیب وویل، خلیل اندرابي او د امنیه قوماندانۍ څلور نور چارواکي کولای شي چې د دغې فیصلي په وړاندې د استېناف غوښتتنه وکړي.

په خپله اندرابي چې نن دوشنبه په علني محکمه کې نه‌و او پنځه نور چارواکي د ۲۴ ميلیونه افغانیو په اختلاص او له دندې په ناوړه استفادې تورن شوي وو.

دغې محکمې یوه تورن کس ته برائت ورکړ.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د محکومو شویو د نیولو لپاره به اقدام وکړي.