افغان حکومت په کابل او غور کې د ۶۹ تنو وژل وغندل

په کابل او غور ولایت کې پرونیو ځانمرګو بریدونو نېږدې ۷۰ تنه ووژل او لسګونه نور يې ژوبل کړي دي.

په افغانستان کې د تاوتریخوالي د تازه راپورته شوې څپې هدف دا ځل په کابل او غور ولایتونو کې دوه جوماتونه وو چې د لسګونو لمونځ کونکو په وینو رنګ شول.

امنیتي او روغتیايي چارواکو وویل د کابل په دشت برچې سیمه کې د اهل تشیع په «امام زمان» جومات کې ځانوژونکي د ماښام د لمانځه پر مهال حمله وکړه.

د کورنیو چارو د وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې په «امام زمان» جومات کې شوي انتحاري برید لږ تر لږه ۳۹ کسان وژلي او ۴۵ يې ژوبل کړي دي.

په کابل کې پر امام زمان جومات د پروني برید انځور.

د عامې روغتیا وزارت د رسنیو مسؤل محمد اسماعیل کاووسي ازادي راډیو ته وویل یوازې کابل امبولانس روغتونو ته ۲۲ مړي رسولي دي.

د جرمني خبري اژانس بیا د یوه امنیتي مقام له قوله چې نوم يې نه دی یاد شوی ویلي دي چې د دشت برچې په امام زمان جومات په شوې برید کې د ۷۰ او اتیاو ترمنځ کسان وژل شوي دي.

بل لورته پرون ماذدیګر د غور ولایت په دولینه ولسوالی کې یوه ځانوژونکي خپل چاودونکي مواد په یوه جومات کې منفجر کړل

​د دولینه ولسوال احمد حسین دانشیار ازادي راډیو ته وویل په دې ځانوژونکي برید کې د یوه سیمه ییز قوماندان په ګډون ۳۰ تنه وژل شوي دي.

دانشیار ویلي د دې برید هدف حکومت پلوی سیمه ییز قوماندان فضل احد و.

د غور د ولایت ویاند عبد الحي خطیبي د دولینه ولسوالۍ پر جومات باندې د شوي ځانوژونکې حملې په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"پرون ماذدیګر د دولینه ولسوالۍ په خواجګان کلي د لمانځه پر مهال ځانوژونکي چاودنه کړې ده، دا خلک سنيان وو او دا لومړی ځل دی چې په غور کې داسې یو عمل ترسره کېږي."

د کابل پر امام زمان جومات د انتحاري حملې مسؤلیت داعش ډلې په غاړه اخیستی، خو په غور کې پر جومات د انتحاري حملې مسؤلیت تر دامهاله کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې پرونۍ حملې د بشریت، اسلام او افغانانو ضد جنایتونه بلل شوي دي چې د اعلاميې له مخې هدف يې د افغانانو ترمنځ نفاق پیدا کول دي.

ارګ وايي، تروریستان نشي کولی په دې شومو او وحشي اعمالو سره د افغانانو تاریخي یووالی مات کړي او د دې ډول بریدونو عاملان به ډېر ژر د امنیتي ځواکونو لخوا وځپل شي.

اجرائیه رئیس عبد الله عبد الله هم پر خپل ټویټر ویلي، هغه څوک چې په جوماتونو کې لمونځ کونکي وژني نه د سولې مستحق دي نه د رحم، د هغه په وینا دا بې رحمه قاتلان باید له منځه یوړل شي.

د کابل او غور پر جوماتونو د جمعې ورځې دا خونړي بریدونه د دولت ضد وسله والو د تاوتریخوالي او بریدونو د هم هغې لړی برخه بلل کېږي چې په تېرو پنځو ورځو کې يې په غزني، پکتیا او کندهار کې سلګونه سرتېري او ملکي وګړي مړه اوټپیان کړل.

یوه اوونۍ کې په افغانستان کې د وسله‌والو حمله کې، ۱۳۴ تنه وژل شوي او ۲۵۹ ټپيان دي