طالبانو ته د ټېلرسن پیغام: تر هغې به افغانستان کې یو، څو ستاسو فکر نه‌وي بدل شوی

رکس ټېلرسن په واشنګټن کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ستراتېژي په اړه په خپلو خبرو کې د افغانستان په سوله کې د پاکستان او هند پر اهمیت ټینګار وکړ.

ده وویل چې د اوس لپاره موږ په افغانستان کې پاتېږو.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وایي چې تر هغو به په افغانستان کې یوو چې روغه جوړه نه‎وي شوي.

رکس ټېلرسن په واشنګټن کې د ستراتېژيکو او نړیوالو مطالعاتو په څېړنیز مرکز کې د چهارشنبې په ورځ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتېژي په اړه په خپلو خبرو کې وویل:

"طالبانو او نورو عناصرو ته مو دا پيغام دی چې موږ هېڅ‎ځای نه‌ځو، موږ به تر هغو هلته یوو چې ستاسو فکر نه‎وي بدل شوی چې پرېکړه وکړئ چې له افغان حکومت سره د روغې جوړې له لارې یوځای شئ."

ټېلرسن: د افغانستان ثبات د پاکستان د راتلونکي ثبات لپاره مهم دی

ټېلرسن زیاته کړه چې د روغې جوړې له لارې کېدای شي چې د افغانستان له حکومت سره یوځای داسې یو حکومت رامنځته شي چې د افغانانو له کلتور سره سم وي.

واشنګټن د اګسټ په وروستیو کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره خپله نوې ستراتېژي اعلان کړه.

ټېلرسن پر دې موضوع له ټینګار سره چې د بشپړې ستراتېژي پلي کول وخت ته اړتیا لري وویل:

"دا یوازې د افغانستان قضیه نه‎ده، تاسو د افغانستان لانجه د سیمې ګواښونو ته په پام سره هوارولی شئ او پاکستان یو مهم عنصر دی، هند بیا وروستي هدف ته د رسېدو لپاره مهم دی، ترڅو یو باثباته افغانستان ولرو چې بیا د ترورېستي ډلو په اډې بدل نه‎شي."

ټېلرسن زیاته کړه چې د پاکستان راتلونکې ته چې کوم خطر متوجې دی هغه باید له‎منځه ولاړ شي ترڅو افغانستان ته سوله راشي.

دی وايي:

"موږ به هغه وخت یو باثباته، سوله‎ییز افغانستان ولرو چې د پاکستان د راتلونکي ثبات په وړاندې ستر خطر له‎منځه تللی وي چې بیا به د هند او پاکستان د ښو اړیکو لپاره هم ښه شرایط چمتو شي."

ټېلرسن: د پاکستان راتلونکي ته چې کوم خطر متوجې دی هغه باید له‎منځه ولاړ شي.

ټېلرسن زیاته کړه چې پاکستان دوه لانجمن سرحدونه لري او واشنګټن چمتو دی چې په دې برخه کې له اسلام‎اباد سره مرسته وکړي او د پاکستان د حکومت راتلونکی ثبات په دې ډول خوندي شي.

د ځینو ناتائید شویو راپورونو له مخې ټاکل شوې ده چې په لنډ راتلونکي کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هند او پاکستان ته سفر وکړي.

په کابل او بغداد کې د واشنګټن پخواني سفیر زلمي خلیل‎زاد دا خبره ازادي راډیو ته تائید کړه او ویې‌ویل چې دا سفر د سولې د خبرو د څرګندیدو لپاره مهم دی.

په کابل او بغداد کې د واشنګټن پخوانی سفیر زلمی خلیل‎زاد

نوموړي زیاته کړه:

"د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خپله د هند او پاکستان په ګډون د اسیا جنوب ته ځي، فکر کوم چې سیمې ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر تر سفر وروسته به دا څرګنده شي چې ډیپلوماسي څومره چانس لري."

خلیل‎زاد وروسته تر دې دا خبره وکړه چې د دوشنبې په ورځ د عمان په مرکز مسقط کې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازو له طالبانو سره د سولې په اړه غونډه وکړه او د دې غونډې په ارتباط د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دومره ویلي دي چې پاکستان په‎کې د خپلو ژمنو پر عملي کېدو ټینګار کړی دی.