په انتخاباتي کمېسیونونو کې پر نه‌همغږۍ د مدني ټولنو اندېښنې

یو شمېر مدني ټولنې وايي، که د انتخاباتي کمېسیونونو ترمنځ چارو کې همغږي او جدیت رامنځته نه‌شي، د ملي شورا او د ولسوالیو شوراګانو اتنخابات به، له ټاکلې نېټې سره سم ترسره نه‌شي.

د انتخاباتي کمېسیونونو ترمنځ د همغږۍ او ډاډمنې بودجې نشتوالی، د ظرفیتونو ټیټه کچه، نا امني، د انتخاباتي حوزو نامتوازنې ټاکنې، د برېښنایي تجهیزاتو او انتخاباتو ته د یوې غښتلې ارادې نه‌شتون هغه اندېښنې وې چې د مدني ټولنو مسؤلینو د دوی په ګډه ناسته کې وکړې.

د مدني ټولنو دغه ګډه ناسته د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د "کانون اصلاحات" تر نوم لاندې د یو ټولنیز بنسټ له‌خوا جوړه شوې وه.

نعیم ایوب زاده

د ټیفا یا د افغانستان د رڼو انتخاباتو د بنسټ رئیس محمد نعیم ایوب‌زاده د انتخاباتو د پروسې په اړه، خپله اندېښنه داسې څرګنده کړه:

"د حکومت، مدني ټولنې او د ځینو سیاسي ګوندونو دوه ګونی سیاست ښيي چې د انتخاباتي شریکانو ترمنځ د منل شویو انتخاباتو لپاره هېڅ تفاهم نه‌شته، هره ډله په دغې برخه کې اصلاحاتو ته له خپله لیده ګوري، کله چې د دوی ترمنځ ګډ تفاهم نه‌وي، دا تمه هم باید ونه‌لرو چې اصلاحات راشي او د انتخاباتو په لوري لاړ شو."

د مسؤلینو په خبره د ملي یووالي د حکومت مشرانو له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې ویلي چې د ملي شورا او د ولسوالیو د راتلونکو انتخاباتو تر سره کول، د دوی په لومړیتوبونو کې دي او هڅې کوي چې مالي، تخنیکي، مسلکي، امنیتي او فرهنګي تدابیر ورته ونیسي.

د دوی په خبره د انتخاباتو خپلواک کمېسیون روان کال اعلان کړه چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو راتلونکي انتخابات به، د ۱۳۹۷ لمریز کال د سرطان په ۱۶مه وشي، خو لیدل کېږي چې د دغو انتخاباتو لپاره هېڅ لازمې تیاریانې نه‌دي نیول شوي.

حتی د انتخاباتي کمېسیونونو کورني تشکیلات چې د دغو کمېسیونونو په لومړنیو کارونو کې شمېرل کېږي، هم نه‌دي بشپړ شوي.

دغې ناستې ته د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د عملیاتي برخې مسؤله وسیمه بادغیسي او د شکایتونو له کمېسیون نه، علي رضا روحاني هم وربلل شوي وو.

اغلې بادغیسي وویل، کوم کارونه چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون‌یې باید د انتخاباتو د قانون له حکم سره سم ترسره کړي، تر ډېره ځایه سر ته رسېدلي او د نورو لپاره هم هڅې جاري دي.

نوموړې زیاته کړه:

"د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تصمیم نیولی چې بشري منابع د قانون له مخې د کمېسیون له‌خوا وټاکل شي، همدارنګه کمېسیون غواړي د رأی ورکوونکو د بایومټریک سیسټم لپاره تکنالوژۍ چمتو کړي او سربېره پر دې تر اوسه په ۲۰ ولایتونو کې د انتخاباتي حوزو ارزونې بشپړې شوې دي."

د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون استازي علي رضا روحاني وویل، د دوی کارونه د اړوندو دولتي او غیر دولتي ادارو په مشورو پر مخ روران دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې غړو هم په خپلو غونډو کې د انتخاباتي کمېسیونونو پر کارونو انتقادونه کړي او تېره اوونۍ یې د دغو کمېسیونونو مسؤلین استجواب کړي وو، خو د یادو کمېسیونونو مسؤلین د جرګې استجوابیه غونډې ته حاضر نه‌شول.

راپور: خان محمد سیند