د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۲

ټیفا: د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون د کمېشنرانو تر منځ اختلافات موجود دي


ټیفا یا د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ وايي د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د دې ظرفیت نه‌لري چې انتخاباتي درغلۍ وڅېړي.

یاد بنسټ وايي، په یوې میاشتنۍ ارزونه کې يې موندلې چې د انتخاباتي شکایتونو په کمېسیون کې جدي ستونزي موجودې دي.

د کمېشنرانو او د دارالانشا د غړو تر منځ جدي اخلافات، په کمېسیون کې د ګومارنو پر مهال بې‌عدالتي، د کمېسیون له رئیس او کمېشنرانو څخه د کارکوونکو نه‌اطاعت او د ظرفیت نه‌موجودیت د انتخاباتي شکایتونو په کمېسیون کې هغه لویې ستونزې دي چې ټیفا یې د اندېښنې وړ بولي.

د ټیفا د پروګرامونو د برخې مشر شمس راسخ د چهارشنبې په ورځ د شوې ارزونې د وړاندې کولو پر مهال وویل چې د انتخاباتي شکایتونو په کمېسیون کې شته ستونزو ته په کتو تمه نه‌کېږي چې دغه بنسټ دې انتخاباتي درغلۍ په عادلانه توګه وڅېړي.

نوموړي زیاته کړه:

"د کمېشنرانو او د دارالانشا د غړو تر منځ ډېر جدي اختلاف موجود دی، دوهمه ستونزه په کمېسیون کې د ظرفیت نه‌موجودیت، دې مسئلې هم جدي اندېښنې پیدا کړي چې ایا کمېسیون کولای شي چې انتخاباتي درغلیو ته په عادلانه ډول رسېدنه وکړي."

ټیفا یا د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې تازه د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کولو نېټه اعلان کړې ده.

د کمېسیون د اعلان له مخې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات به د ۱۳۹۷ لمریز کال د سرطان په میاشت کې ترسره شي.

په ورته وخت کې ټیفا اندېښنه ښیي چې د انتخاباتو د کمېسیون ورو اقداماتو او د انتخاباتي شکایتونو په کمېسیون کې موجوده ستونزو ته په کتو فکر نه‌کوي چې انتخابات دې په شفافه توګه ترسره شي.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون بیا د ټیفا ارزونې نیمګړې بولي.

د دغه کمېسیون کمېشنر او ویاند علي رضا روحاني له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د انتخاباتي شکایتونو کمېشنران د سختو او پېچلو پړاوونو وروسته په دندو ګمارل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون کمېشنران روښانه کاري سابقه لري او په خپله کاري برخه کې لازم تخصص او وړتیاوې هم لري، نو په دې برخه کې هیڅ شک نه‌شته او له نېکه مرغه په عمومي موضوعاتو کې موږ د نظر توافق هم لرو."

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د انتخاباتو نېټه اعلان شوه.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د انتخاباتو نېټه اعلان شوه.

که څه هم د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شورا ګانو د انتخاباتو د ترسره کولو د نېټې د اعلان پر مهال وویل چې حکومت د انتخاباتو ترسره کېدو ته بشپړ چمتووالی لري، خو ټیفا وايي چې حکومت باید د خبرو پر ځای عملي اقدامات وکړي چې پر دغې ملي پروسې د خلکو باور بېرته راژوندی شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG