مشرانو جرګې طالبانو سره د روسیې د مرستو په تړاو د جدي څېړنو غوښتنه وکړه

د افغانستان مشرانو جرګې له وسله‎والو طالبانو سره د روسیې په مرستو تُند انتقادونه وکړل او له افغان حکومته یې وغوښتل چې د دغې موضوع جدي پلټنه وکړي.

د مشرانو جرګې غړې رڼا ترین د سې شنبې ورځې په عموي غونډه کې وویل، که له طالبانو سره د روسیې مرستې حقیقت ولري دا موضوع باید په نړیواله کچه مطرح شي.

نوموړې وايي:

"دا هغه پیسې دي چې د افغانانو د وینې په تویولو بېرته لګول کېږي، هېله مې دا ده چې له طالبانو سره د روسیې د مرستو په اړه باید جدي پلټنه وشي، که دا موضوع حقیقت ولري، باید نړیوالې ټولنې سره شریکه شي او مخه دې ونیول شي."

په دې وروستیو کې لندن چاپ ټایمز ورځپانې د وسله‎والو طالبانو د مالي مسؤل له قوله لیکلي چې روسیه له تېرو ۱۸ میاشتو راهیسې له وسله‎والو طالبانو سره د تېلو له درکه هره میاشت ۵،۲ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

په راپورونو کې په دې اړه راغلي چې دغه مرستې د یو شمېر طالب پلوه خصوصي شرکتونو له لارې له طالبانو سره شوي دي.

د مشرانو جرګې په ناسته کې د اکثرو سناتورانو له څرګندونو وروسته د یادې جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار وویل چې له طالبانو سره د روسيې د همکارۍ او یو شمېر نورو مسایلو په تړاو باید د افغانستان د بهرینو چار وزیر د دوی راتلونکي ناستې ته راشي او په‎دې اړه وضاحت ورکړي.

د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار

نوموړي وویل:

"د بهرنیو چارو وزیر یا هم نور مسؤلین به تالار ته وغواړو ترڅو له وسله‎والو طالبانو سره د روسیې د مرستو او یو شمېر نورو مسایلو په تړاو جرګې ته معلومات راکړي او دا چې ولې دوی تراوسه په دې برخه کې چوپتیا غوره کړې ده."

له وسله‎والو طالبانو سره د روسیې د همکارۍ په تړاو تر دې وړاندې هم راپورونه خپاره شوې دي.

یو شمېر امریکایي پوځي چارواکو تر دې وړاندې ادعا کړې وه چې د ځینو شواهدو له مخې روسیه له طالبانو سره په پوځي برخه کې مرسته کوي.

خو روسیې چارواکو په کراتو دا مسئله رد کړې ده.

په کابل کې د روسیې سفارت هم د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته د یوې خبرپاڼې په سره دغه موضوع رد او دا خبر یې جعلي بللی دی.

افغان حکومت بیا له طالبانو سره د روسیې د مرستو د راپور په غبرګون وايي چې هېوادونه باید له دولتونو سره اړیکې ټینګې کړي، نه له ترهګرو ډلو سره.

د افغان حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل د سې شنبه په ورځ ازادي راډیو ته وویل، له ترورېستي ډلو سره د هېوادونو اړیکې او مرسته کول د هېچا په ګټه نه‎دي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل

دی وايي:

"موږ د سیمې او نړۍ په کچه له شریکانو او دوستانو هېوادونو تل غوښتي، هر ډول اړیکه چې غواړي وساتي، هغه باید د افغانستان له حکومت سره وي، ځکه ترورېستي ډلې د افغانستان د خلکو استازیتوب نه کوي. "

له دې ټولو سره د کابل پوهنتون استاد پوهاند ودیر ساپی وايي، روسیه نه غواړي چې امریکا په افغانستان کې حضور ولري او له همدې امله له وسله‎والو ډلو سره مرسته کوي.

د دغو کتونکو په وینا، وسله‎والو طالبانو سره د روسیې د مرستو په تړاو باید موثق اسناد راټول او نړېوالې ټولنې ته وړاندې شي.

راپور: ناجیه ساپۍ