درانی: د کرنې وده د بېوزلۍ مخینوي او د خوړو مصؤنیت کې مهم رول لري

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ سرپرست وزیر وايي، په افغانستان کې د کرنې وده د بېوزلۍ د لمنځه وړلو او د خوړو د مصؤنیت په برخه کې مهم رول لري.

نصیر احمد درانی چې د سې شنبې په ورځ یې د خوړو د نړیوالې ورځې په مناسبت په کابل کې جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وویل چې د کرنې وزارت د بېوزلۍ د لمنځه وړلو او د خوړو د مصؤنیت لپاره له افغان بزګرانو سره پر اغېزمنو پروګرامو کار کوي.

نصیر احمد درانی

نوموړي زیاته کړه:

"احصائې ښي چې شااوخوا څلوېښت سلنه خلک د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي چې دا د افغان دولت او ولس لپاره لویه ننګونه ده، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ژمن دی چې د دقیقو میکانیزمونو له مخې له افغان بزګرانو ملاتړ وکړي چې له دې لارې په هېواد کې د خوړو مصؤنیت تامین شي."

د اکتوبر د میاشتې ۱۷ نېټه د خوړو له نړیوالې ورځې سره سمون خوري چې هرکال د افغانستان په شمول په بېلابېلو هېوادونو کې لمانځل کېږي.

سږ کال دغه ورځ «د خوړو پر مصؤنیت او لیرو پرتو سیمو پانګونه کولای شي د مهاجرت راتلونکې ته بدلون ورکړي تر عنوان لاندې لمانځل کېږي.»

د یادونې ده چې سږکال افغانستان د خوړو د مصؤنیت پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل لپاره له نړیوال کمپاین سره هم یوځای شوی دی.

د رسمي شمېرو له مخې شااوخوا درې میلیونه کسان په افغانستان کې د خوړو د نه خوندیتوب له ستونزې سره مخ دي.

په ورته وخت کې په کابل کې د خوړو د نړیوال سازمان رئیس مایک لورنتزن بیا وايي، په افغانستان کې د روانو شخړو له کبله یو په درېیمه افغانان د خوړ د نه خوندیتوب له ستونزې مخ دي.

لورنتزن: په افغانستان کې د جګړو له کبله شااوخوا ۲۵۸۰۰۰ کسان بېځایه شوي.

نوموړي زیاته کړه:

"د دغه کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د جګړو له کبله شااوخوا ۲۵۸۰۰۰ کسان بېځایه شوي او یو په درېیمه وګړي په داسې سیمو کې ژوند کوي چې د غیر حکومتي ډلو له لورې اداره کېږي."

دی وايي، ځکه نو دغه خلک نورماله ژوند نه لري او نه شي کولای چې د خوړو اړتیاوې تامین کړي، ډېری یې د ښه ژوند په هدف افغانستان پرېږدي او له همدې کبله د کډوالۍ په برخه کې د نړۍ دوهمه درجه هېواد دی.

که څه هم افغان حکومت د بېوزلۍ د لمنځه وړلو او د خوړو د مصؤنیت په برخه کې ژمنې کوي خو افغان صنعت کاره کبرا دستګیر زاده بیا دغو ژمنو ته د شک په سترګه ګوري.

نوموړې وايي، بېوزلي او د خوړو د مصؤنیت ستونزې له هغې کچې پورته دي چې حکومت یې په اړه وايي او که دغه مسئله جدي ونه نیول شي د بشري ناورین د رامنځته کېدو وېره هم موجوده ده.

راپور: محمد حدیث پردېس