د سوریې ډموکراتیک ځواکونه: په رقه کې د داعش د ختمولو لپاره جګړه پای ته نږدې ده

د سوریې ډموکراتیک ځواکونه: په رقه کې د داعش د ختمولو لپاره جګړه پای ته نږدې ده

په سوریه کې د عربو او کُردانو ملېشه ځواک چې د اسلامي دولت په نوم د وسله‌والې ډلې یا داعش پر ضد په مبارزه کې یې د امریکا متحده ایالات ملاتړ کوي، وايي په رقه کې د داعش د فعالیت د ختمولو لپاره جګړه وروستي پړاو ته رسېدلې ده.

د کُردانو په مشرۍ، د سوريې د ډموکراتیکو ځواکونو ویاند مصطفی بالي پرون شنبه وویل چې د داعش لسګونه وسله‌وال تسلیم شوي او د جګړې تر ګټلو د ساعتونو او ورځو وخت پاتې دی.

له داعش سره د مبارزې لپاره، د سوريې ډموکراتیک ځواک چې د کُردانو او عربو اتحاد جوړ کړی، د سوريې د کُردانو "YPG" تر رهبرۍ لاندې فعالیت کوي.

د امریکا په مشرۍ ائتلافي قواوو د شنبې په ورځ وویل، په رقه کې سیمه‌ییزو چارواکو د داعش له وسله‌والو سره موافقه کړې چې د موټرو یوه کاروان ته اجازه ورکړي چې د رقه ښار تخلیه کړي.

د موافقې پر اساس، د سوریې ډموکراتیک ځواکونه اجازه لري چې هغه ټول موټر تالاشي کړي چې له رقې وزي.

ائتلافي قواوو ویلي، تمه ده چې د موافقې پر اساس به د ډېرو خلکو ژوند وژغوري او د سوریې ډموکراتیک ځواک او ائتلافي قواوو ته به موقع ورکړي چې د داعش پر ضد پر جګړه تمرکز وکړي.

د سوریې شمالي ښار، رقه یو مهال د داعش د رهبرۍ له اصلي مرکزونو بلل کېده.

په رقه کې د داعش سقوط به د دې وسله‌والې ډلې لپاره ستره ضربه وي.

د سوريې د ډموکراتیکو ځواکونو ویاند مصطفی بالي ویلي، د داعش وسله‌وال د ناچارۍ له مخې په تېښته لګیا دي او خال خال مقاومت کوي.

په سوریه کې ائتلافي قواوو په یوه اېمېل کې ویلي چې د داعش لسګونه وسله‌وال په وروستیو ورځو کې تسلیم شوي دي.

د ائتلافي قواوو په اېمېل کې لیکل شوي چې د پنجشنبې او جمعې په ورځو د داعش لږ تر لږه سل وسله‌وال تسلیم شوي دي.

د رقه د نیولو لپاره جنګ د جون په ۲۴مه پیل شو.

جګړه په سیمه کې د ملکي وګړو امنیت ته د اندېښنې له مخې او همداراز د وسله‌والو د مقاومت له امله اوږده شوه.

په سوریه کې د بشري حقونو د څارنې ډلې چې مقر يې په لندن کې دی، ویلي چې د داعش هغه وسله‌وال چې د سوريې وو او د هغوی د کورنۍ غړي له رقې وتلي او په ښار کې د پاتې بهرنیو وسله‌والو او د هغوی د کورنیو د ایستلو لپاره هم بسونه ښار ته وراستول شوي دي.

دې ډلې نه‌دي ویلي چې د داعش وسله‌وال او کورنۍ یې کوم ځای ته ایستل شوي دي.