د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

د داعش د مشر "البغدادي" د وژنې په اړه تائید شوي او ناتائید شوي راپورونه!


د سوریې د بشري حقونو د څار لندن مېشته ډله وايي، د اسلامي دولت د وسله‎والې ډلې له‎منځه‌یې "تائید شوي معلومات" ترلاسه کړي چې د دې ډلې مشر ابوبکر البغدادي مړ شوی دی.

د سوریې د بشر حقونو د څار د ډلې مشر رامي عبدالرحمن د سې شنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې وویل، بغدادي د سوریې په ختیځ کې د دیرالزور په ولایت کې مړ شوی، خو نوموړي نه‎دي ویلي چې نوموړی کله او څنګه مړ شوی.

د سوریې د بشرحقونو د څارنې د ډلې مشر رامي عبدالرحمن
د سوریې د بشرحقونو د څارنې د ډلې مشر رامي عبدالرحمن

بل‎خوا د امریکا پوځ او سپینه ماڼۍ دواړه وايي چې نه‎شي کولای د داعش د ډلې د مشر ابوبکر البغدادي مړینه تائید کړي.

د ولسمشر ډونالد ټرمپ یو لوړپوړي سلاکار سبسشن ګورکا "Sebastian Gorka" پرون سې شنبه امریکايي رسنیو ته وویل، د امریکا متحده ایالات دم‎ګړۍ دا راپورونه نه‎شي تائیدولی.

امریکايي جنرال سټیفن ټاونسینډ "Stephen Townsend" چې د داعش پر ضد د جنګېدونکي نړیوال ائتلاف مشري کوي وايي، داسې هېڅ معلومات نه‎لري چې له مخې یې د البغدادي مړینه تائید او یا رد کړي.

نوموړي له بغداده د وېډیو کنفرانس له لارې خبریالانو ته وویل، د بغدادي په اړه‌یې بېلابېل راپورونه اورېدلي، خو د نوموړي د برخلیک په اړه دقیق نه‌پوهېږي.

کُردي او عراقي ځواکونو هم دم‎ګړۍ د داعش د ډلې د مشر د مړینې راپورونه نه‌دي تائید کړي.

پرون سهار د عراق یو ټلوېزیوني چینل د داعش د یوې سرچینې په حواله د البغدادي د مړینې راپور ورکړی و.

یوه میاشت مخکې د روسیې د دفاع وزارت ویلي وو، باور لري چې د مې د میاشتې پر ۲۸مه نېټه‌یې د سوریې د دیرالزور ولایت په رقه ښار کې د بمبارۍ پر مهال د اسلامي دولت د وسله‎والې ډلې مشر ابوبکر البغدادي وژلی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې هغو اکاونټونو چې د داعش له وسله‎والې ډلې سره تړلي بلل کېږي تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه‎ده کړې.

د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې هم د ابوبکر البغدادي د مرګ په اړه څو ځلې خبرونه او راپورونه خپاره شوي دي.

XS
SM
MD
LG