د هسکې مېنې اوسېدونکي د داعش په وړاندې له عملیاتو نه ولې ناخوښه دي؟

په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د څلورم ځل لپاره د داعش پرضد عمليات پيل شوي خو د سیمې خلک دغه روان عملیات د سیمې د خلکو په زیان بولي او په خبره يې امنيتي ځواکونه داعش نه ځپي یوازې خلک مجبوره کوي چې بې کوره شي.

د دې ولسوالۍ یو شمېر قومي مشران وايي، که دا عمليات د تېر په څېر په نیمه کې بیا ځنډول کېږي او یا هم درول کېږي هیڅ لازمه نه ده چې ولس وځورول شي:

"زما نوم دفتر خان دی د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسېدونکی یم حکومت نه مو غوښتنه داده چې کومې سیمې له داعش نه نيسي هغه باید وساتل شي او خلک خپلو کورو ته راستانه شي.

خلک: پوځي عملیات په نیمه کې درول کېږي.

حاجي خليل: عملیات خو درې ځلې مخکې هم شوي دي بس ځواکونه راشي بیا عملیات په نیمه کې ختم کړي هسې خلک بې کوره کړي تر اوسه پورې دلته هیڅ مخکې تګ نه دی شوی هغه ساحې چې پخوا داعش سره وې اوس هم دي دا سیمې ورنه نه نیول کېږي زموږ غوښتنه داده چې عملیات کوي نو دا سیمه دې په بشپړه توګه له داعشيانو پاکه شي."

د هسکې مېنې ولسوال حاجي ساز ولي بیا په روانو عملیاتو کې د ولسي خلکو ستونزې مني، خو په دغه برخه کې ولایتي اداره هم ګرمه بولي چې په دغه ولسوالۍ کې عملیات نیمګړي پای ته رسوي:

"زموږ غوښتنه داده چې دا عملیات بای پاک وشي، خو وقفه پکې راشي ،خلک له کورو نه وویستل شي بیا وځنډېږي، دا خلک چې بې کوره کېږي دوی ته باید سرپناه پيدا کړي، د خوراک څښاک اسانتیا ورته برابره شي."

بلخوا د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګياڼي وايي ځينې وخت چې عمليات ځنډېږي او یا هم په نیمه کې پای ته رسېږي دا ددې معنی نه لري چې ګوندې داعش نه ځپل کېږي.

دی وايي امنيتي ځواکونه د منظم پلان له مخې عمليات مخکې وړي او دا روان عملیات هم تر اوسه بريالي روان دي:

عطاالله خوګیاڼی

"په هسکې مېنې ولسوالۍ کې اوس هم بریالي عمليات روان دي دا چې مخکې کله عمليات ځنډول شوي یا درول شوي دا نظامي تکتیکونه دي او زموږ نظامي مسؤلین د خپل پلان له مخې عمليات مخ ته وړي دا ددې معنی نه لري چې داعش نه ځپل کېږي زموږ عمليات بريالي روان دي اوس هم دا عمليات له لاسته راوړنو ډک دي."

د هسکې مېنې ولسوالۍ د مسؤلینو په خبره د تېرو عملياتو پرمهال شااوخوا شپږ سووه کورنۍ نورو سیمو ته کډه شوې چې تر اوسه حکومتي ادارې دغو بېځایه شویو کورنیو سره لازمه مرسته نه ده کړې.

د ويلو ده چې دا ځل افغان خاصو ځواکونو د دې ولسوالۍ په ګاګره، کم پاپین، لوی پاپين او ګجڼه سیمو کې عمليات پيل کړي چې د بهرنیو ځواکونو هوايي ملاتړ هم ورسره دی.

راپور: شاه محمود شینواری