د انتخاباتو په کمېسیون کې د پټو پرېکړو په اړه د دغه کمېسیون د یوه کمېشنر خبرداری

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دوو کمېشرانو له لوري په کمېسیون کې د پټو پرېکړو د انتقادونو په دوام د دغه کمېسیون یو کمېشنر معاذالله دولتي وايي، د دغه کار د مخنیوي لپاره د کمېسیون اوو کمېشنرانو بیا ځلي ژمنې کړې دي.

نوموړي چې د چهارشنبې په ورځ‌یې له ازادي راډیو سره خبرې کولې وویل که دا ځل په کمېسیون کې پټې او شخصي پرېکړې کېږي نو نومړی به له کمېسیون سره د خپل کار د دوام په اړه تصمیم ونیسي.

نوموړي زیاته کړه:

"د پرېکړو د کولو بورډ تعیین شوی او کمېشنران‌یې د بورډ غړي دي زما درک دا دی چې دغه بورډ باید له قانون سره په همغږۍ پرېکړې وکړي، نه په دا شکل چې پرېکړې دې پټې او یا شخصي وي، که بیا دا کار دوام کوي په وضاحت به خلکو ته ووایم او د خپل کار په اړه به هم پرېکړه وکړم، په هغه ځای کې چې زما موجودیت په پرېکړو کې اغېزمن نه‌وي ایا هلته زما پاتې کېدل ضروري دی او که یا بله لاره باید ومومم."

د افغانسان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د کمېشنرانو د لوړې مراسم.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون دوو کمېشنرانو معاذالله دولتي او او ملیحې حسن له دې وړاندې رسنیو ته ویلي و چې په کمېسیون کې ډېری پرېکړې په پټه کېږي.

دوی همداراز ویلي چې په قصدي توګه څنډې ته شوي او په پرېکړو کې ونډه نه‌ورکول کېږي.

د دغو انتقادونو په دوام مشرانو جرګې شااوخوا دوه اوونۍ وړانډې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا رئیس جرګې ته ورغوښتی و، خو نوموړي د کمېشنرانو ترمنځ اختلافات رد کړل.

په همدې حال کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کمېنشر او ویاند ګلاجان بدیع صیاد د چهارشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې دوی د هر ډول پټو پرېکړو پر وړاندې مبارزه کوي.

ګلاجان بدیع صیاد

نوموړي زیاته کړه:

"کمېسیون له اوو کسانو جوړ دی طبیعي ده چې د نظر اختلاف به موجود وي، هغه اختلاف چې خلک فکر کوي په کمېسیون کې به نه‌وي، کمېسیون ژمن دی څو د هر ډول فساد او غیر قانوني او پټو کارونو پر وړاندې مبارزه وکړي."

په همدې حال کې د ازادو او شفافو انتخاباتو بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید بیا د کمېشنرانو له لوري د پټو پرېکړو د مخنیوي په برخه د ترسره شوې ژمنې هرکلی کوي، خو وايي که دغه اصل په پام کې ونه‌نیول شي ممکن د کمېسیون اداري ثبات وپاشل شي.

راپور: محمد حدیث پردېس