د شانګهای سازمان "د همکاریو د تماس ډلې ناسته" سبا "چهارشنبه" په مسکو کې جوړېږي

تمه ده چې د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو ناسته سبا "چهار شنبه" په مسکو کې جوړه شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د شانګهای سازمان د همکاریو د تماس ډلې ناسته چې ټاکل شوې په مسکو کې ترسره شي، افغانستان‌یې د اجنډا په سر کې ځای لري.

د دې وزارت ویاند شکیب مستغني د سې شبنې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دغې ناسته کې به د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي په مشرۍ، يو پلاوی ګډون کوي.

د ښاغلي مستغني په خبره، د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د افغانستان بشپړ غړیتوب، له ترورېزم سره مبارزه، د افغانستان د امنیت او د اقتصاد په برخه کې د دغه سازمان د غړو هېوادونو همکاري، د دې ناستې د بحث مهم موضوعات دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني

ښاغلی مستغني وایي:

"ټاکل شوې چې د شانګهای سازمان د همکاریو د تماس ډلې ناسته، سبا د اکټوبر په ۱۱مه ترسره شي، په دغې ناسته کې د افغانستان په استازیتوب د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي په مشرۍ يو پلاوی ګډون کوي او د دغې ناستې د بحث مهمه موضوع، افغانستان ده."

د شانګهای سازمان بنسټ په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د چین، روسیې، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان له‎خوا کېښودل شو.

د سیمه‎ییزې همکارۍ پراختیا په ځانګړي ډول، امنیتي، اقتصادي او سوداګریز مسایل د شانګهای سازمان د غونډې د خبرو اصلي محور جوړوي.

افغانستان په ۲۰۱۲ میلادي کال کې له دغه سازمان سره د څارونکي هېواد په توګه یوځای شو او دغه‌شان ایران او منګولیا هم د شانګهای سازمان څارونکي هېوادونه دي.

تر دې وړاندې د چین په ګډون د دې سازمان يو شمېر هېوادونو په دغه سازمان کې د افغانستان د بشپړ غړیتوب په اړه مثبته رأیه ورکړې وه.

افغانستان اوس‌مهال د اقتصادي همکاریو سازمان «ایکو» د جنوبي اسیا د سیمه‌ییزو همکاریو «سارک» او د سوداګرۍ سازمان بشپړ غړیتوب لري.

افغانستان په تېرو ۱۶ کلونو کې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره په سیاسي او اقتصادي لحاظ ښې اړیکې جوړې کړي، خو يو شمېر افغان کارپوهان وايي چې افغانستان له دغو اړیکو ښه ګټه نه‌ده اخیستې.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې يو شمېر غړي وايي، په دغه سازمان کې د افغانستان بشپړ غړیتوب د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره یو ګټور ګام دی.

د ولسي جرګې غړی جعفر مهدوي

د دې جرګې يوه غړي جعفر مهدوي په دې اړه ازادي راډیو ته داسې وویل:

"د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د افغانستان دایمي غړیتوب د اقتصادي ودې تر څنګ، د هېواد په امنیتي وضعیت او د سولې پر ټینګښت هم ښه اغېز لري."

ښاغلی مهدوی له افغان حکومته غواړي چې د دغه سازمان د دایمي غړیتوب د ترلاسه کولو څخه وروسته دې، د دې سازمان د غړو هېوادونو د مرستو د ترلاسه کولو لپاره ډېرې هڅې وکړي.

د ده په خبره، د شانګهای د همکاریو سازمان غړي هېوادونه کولای شي چې افغانستان سره په بېلا بېلو برخو په ځانګړې توګه، په اقتصادي او امنیتي برخه کې ډېرې مرستې وکړي.

راپور: واصل وصال