ګوګل د امریکا په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنې اسناد افشا کړي

واشنګټن پوست ورځپاڼې راپور ورکړی چې ګوګل د لومړي ځل لپاره په دې اړه اسناد افشا کړي چې څنګه روسي فعالانو د دې ستر انټرنیټې شرکت له امکاناتو څخه د امریکا د تېرکال په انتخاباتو کې د لاسوهنې د هڅو په مقصد کار اخېستی دی.

ورځپاڼه د خبري سرچینو په حواله راپور ورکوي چې روسي اجنټانو د غلطو معلوماتو د خپرولو په مقصد د هڅو په ترڅ کې د یوټیوب، جي مېل، د ګوګل د لټون د ماشین او نورو پاڼو له لارې پر اعلانونو لسګونه زره ډالر لګولي دي.

فیسبوک او ټوېټر دواړو ویلي چې روسي موسسویې اعلانونه پيرلي او له دوی سره اکاونټونه لري.

ګوګل د نړۍ د سوداګریزو اعلانونو تر ټولو لوی شرکت او یوټیوب د ویډیويي تصاویرو د خپرولو تر ټولو لوی سایټ دی.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا کانګرس څو ځایه تحقیقات پیل کړي، څو د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنو کچه معلومه کړي.