بشري حقونه: په ارزګان کې د ملکي تلفاتو کچه زیاته شوې

په ارزګان کې د بشري حقونو د څار ډله وايي، په دغه ولایت کې د روانې جګړې له امله د ملکي تلفاتو کچه په سلو کې ۳۲ سلنه زیاته شوې ده.

په دغه ولایت کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون سرپرست عبدالشکور روستايي د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په ۱۳۹۵کال کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۶ کسان وژل شوي وو او ۱۸ ټپیان و، خو په روان کال کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۲ تنه وژل شوي او ۳۹۸ نور ټپيان شوي دي.

عبدالشکور روستايي

ښاغلي روستايي وویل:

"په خواشینۍ سره باید ووایم چې په ارزګان ولایت کې د روانې جګړې زیان تر ډېره ملکي خلکو ته رسېږي، زموږ د څېړنو پر اساس په دغه ولایت کې سږ کال ۴۵۰ ملکي کسانو ته مرګه ژوبله اوښتې، دا هغه کسان دي چې جګړه کې هېڅ شامل نه‌دي، خو موږ دغې شمېرې ډېر سخت اندېښمن کړي یو."

ښاغلي روستايي له ښکېلو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې د ملکي خلکو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.

د ارزګان په ولایت کې د بشري حقونو کمېسیون د ملکي تلفاتو د زیاتېدو په اړه دغه اندېښنه په داسې حال کې ښيي چې په دغه ولایت کې له یونیم کال راهیسې د مرکز ترینکوټ په څنډو او ولسوالیو د بازارنو په څنډو کې افغان امنیتي ځواکونه او وسله‌وال طالبان له یو بله سره په جګړه بوخت دي.

سرچینه: وسله‌وال طالبان د چورې ولسوالۍ بازار ته داخل شوي

د ارزګان په چورې ولسوالۍ کې پولیسو او ملي اردو خپلمنځي نښته کړې

چارواکي: ارزګان کې خپلمنځي نښته کې ۴ پولیس ټپيان شوي

له دې سره د دغه ولایت خلک هم له دولت او وسله‌والو طالبانو څخه غوښتنه کوي د ملکیانو ژوند ته جدي توجه وکړي.

په ورته وخت کې د جګړې قربانیان هم په جګړه کې له ښکېلو خواوو څخه غوښتنه کوي چې دوی په خپلو منځونو کې د سپر په توګه ونه‌کاروي.

د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ دوو تنو اسېدونکو نقیب‌الله او محمد نسیم ازادي راډيو ته داسې وویل:

"ملکي خلکو ته خو په ارزګان ولایت کې د روانې جګړې له کبله ډېر زیانونه اوښتي، اول زما څلور پنځه خپلوان په دغې یوه میاشت کې وژل شوي او یاهم ټپیان شوي چې ماین ورباندې چاودنه وکړه."

"له ملکي خلکو څخه دغه روانې جګړې هر څه اخیستي دي، زما خپل کور لوټې لوټې شو، دغه څلور میاشتي کېږي چې خپل کور مې نه‌دی لیدلی،نو لکه څنګه چې ماته‌يې زیانونه اړولي دي نور خلک هم زما په شان دي."

د ارزګان ولایتي اداره هم د ملکي تلفاتو ډېروالی مني، خو وايي دومره هم نه‌ده لکه څنګه چې د بشري حقونو مسؤلین یادوي.

د والي ویاند دوست محمد نایاب وايي، ملکي خلکو ته دغه تلفات تر ډېره د وسله‌والو طالبانو له‌خوا وراوښتي دي.

نوموړی وايي چې دوی تل هڅه کړې چې د ملکي تلفاتو مخه ونیسي.

دوست محمد نایاب

ښاغلي نایاب وویل:

"افغان امنیتي ځواکونو تل د ملکي تلفاتو د مخنیوي له کبله خپل عملیات درولي دي او نه‌غواړي چې ملکي خلکو ته زیان واړوي، اوس هم دغه کوم ملکي کسان چې وژل شوي او یا ټپیان شوي، دا تر ډېره د وسله‌والو طالبانو له‌خوا په سړکونو کې د خښ شویو ماینونو او نورو له لارې د هغوی له‌خوا ورته اوښتي دي."

د وسله‌والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي بیا د افغان چارواکو دغه ادعاوې ردوي او وايي چې دا تر ډېره د افغان او بهرنیو ځواکونو له‌خوا په هوايي بریدونو کې مړه ټپيان او شوي دي.

دا په داسې حال کې چې په روان کال کې له دغه ولایت څخه د هوايي حملو او سړک غاړې ماینونو له امله د ملکي وکړو د مرګ ژوبلې ګڼ راپورونه خپارل شول.

ارزګان کې خلک وايي د هاوان مرمۍ په لګېدو یوه ښځه وژل شوې

خلک: په ارزګان کې هوايي حملې درې ملکیان وژلي

راپور: شریف‌الله شرافت