چارواکي: پاکستاني ځواکونه د افغان ځواکونو عمليات له خنډ سره مخ کوي

د ننګرهار ولایتي اداره وايي، له تېرو دوو میاشتو راهیسې پاکستاني ځواکونه د ډیورنډ کرښې دې غاړه د ننګرهار پر یو شمېر سیمو راکټي بریدونه کوي.

د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، د پاکستان له خاورې دغه روان بریدونه اکثره په هغو سیمو کېږي چېرته چې افغان حکومت غواړي د دولت د وسله والو مخالفينو پرضد عملیات وکړي.

نوموړی وايي، له دې بریدونو داسې ښکاري چې پاکستان په ښکاره ډول غواړي، له وسله والو ډلو سره همکاري وکړي.

ښاغلي خوګیاڼي وویل:

"هغو سیمو کې بریدونه ترسره کېږي، کوم ځای کې چې زموږ د قوتونو له لورې د مخالفينو پرضد عمليات ترسره کېږي، دوی په هماغو سیمو توغنديز بریدونه کوي، زموږ په فکر دا یو ډول نه یو ډول مخالفینو سره همکاري ده."

په ورته وخت کې د ننګرهار د ولایتي شورا غړی ذبيح الله زمری هم وايي، د روانو راکټي بریدونو له لارې پاکستان غواړي چې د افغان ځواکونو بريالي عمليات له خنډ سره مخ کړي:

ښاغلی زمری زیاتوي:

"دا په هغو سیمو بریدونه کېږي چې هلته زموږ ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي او وسله وال د نابودېدو په حال کې دي، پاکستاني بریدونه په دې موخه کېږي چې زموږ قوتونه د تاثیر لاندې راولي او هغوی ته یو خنډ پيدا کړي."

د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي بیا له افغان حکومته غوښتنه کوي چې د دې روانو بریدونو په اړه باید جدي تصمیم ونیسي، ځکه دغو بریدونو خلک مجبور کړل چې خپل کلی او کور پرېږدي او نورو سیمو ته کډه شي.

دوی وایي:

"زما نوم محصل دی، دا سرحدي ولسوالۍ لکه نازیان، اچین او لعلپوره، په دې باندې پاکستانیان بریدونه کوي، د دې باید مخه ونیول شي، ډېر وخت وشو."

"زه ډاکټر ایوب یم، د پاکستاني بریدونو په اړه حکومت هېڅ هم نه کوي، ځکه له ډېر وخت راهیسې دا بریدونه روان دي او تر اوسه چې موږ اورېدلي، ماشومان او ښځې هم په دې بریدونو کې لګېدلي، د خلکو مالونه تلف شوي، نو باید مخه يې ونیول شي."

د ننګرهار د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې، له تېرو دوو میاشتو راهیسې پاکستاني ځواکونو د ننګرهار په لعلپورې، نازیان او د اچین ولسوالیو په ځينو سیمو د توغندي او راکټونه توغولي چې تر دې مهاله په دې بریدونو کې، دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور زخميان شوي دي.

راپور: شاه محمود شینواری