د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

د بهسود د دوهم پُل په پروژه کې د درغلۍ په تور مسؤل کسان نیول شوي


د بهسود دوهم پُل چې شااوخوا یو کال وړاندې يې کارونه بشپړ شوي وو اوس د دې پُل د کم کيفیت له امله ځينې برخې تخریب شوي چې د ننګرهار ولایتي ادارې د دې قضيې په تړاو د قراردادي شرکت مشر او دوه مسؤل انجنيران ونيول.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وروسته له هغه چې په ټولنیزو رسنیو کې د بهسود پُل د تخریب شویو ځایونو انځورونه خپاره شول د چهار شنبې په ورځ له دې پُل نه لیدنه وکړه او په سیمه کې يې امنيتي ځواکونو ته امر وکړ چې د دې پُل قرارداي او مسؤل انجنيران د څېړنې په خاطر ونيسي.

والي محمد ګلاب منګل رسنیو ته وويل چې د بهسود د دوهم پُل پروژه په ټيټ کیفیت جوړه شوې او د شرکت مسؤلین‌يې عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل.

ګلاب منګل
ګلاب منګل

ښاغلي منګل وویل:

"دا چون یوه لویه عام‌المنفعه پروژه وه او د ملت او د خلکو د وينو په قیمت سره جوړه شوې وه، نو دغه ډول خیانت د بخښلو وړ نه‌دی. څه چې عملاً په سترګو وینم ماته د منلو وړ ښکاره نه‌شو، نو ځکه مو امنيتي ځواکونو ته امر وکړ چې دا مسؤلین ونيسئ او عدلي او قضايي ادارو ته‌یې وسپارئ."

د قراردادي شرکت مسؤل نور محمد الکوزي له نيونې وړاندې رسنیو ته وويل چې د دې پله پر ځينو سیمو چا کيمياوي مواد استعمال کړي، نو ځکه د پُل ځينې برخې خرابه شوي.

ښاغلی الکوزی وايي:

"زه اوس څه خبر یم دا قير ما اچولی دی دا خطونه په بل ځای کې نه‌شته، په دې خطونو کيمياوي مواد اچول شوي دي زما د بدنامۍ لپاره اچول شوي دي، زه د دوه درې بوجیو سمنټو لپاره ځان نه‌بدناموم که په دې ځای مواد نه‌وو اچول شوي راشئ ما اعدام کړئ."

مدني فعال ډاکتر اسدالله ښالیز د چارواکو نننی اقدام وستايه او غوښتنه‌يې ترې وکړه چې په دې قضيه کې د ټولو ښکېلو خواوو نه بايد جدي تعقیب وشي.

ښاغلي ښالیز وویل:

"زه مطمئن یم چې په دې کې د وزارت نه نيولې تر ادارې پورې دا ټول په‌کې شریک دي او نن چارواکو چې کوم کار وکړ ولس ترېنه خوشحاله دی خو شرط‌يې دا دی چې دا مسئله باید تعقیب شي."

د بهسودو دوهم پل چې ټول ۳۵۰ متره اوږدوالی لري د فواید عامې وزارت له لوري یو کال وړاندې د درې میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شو چې اوس‌یې ځینې برخې د بې‌کیفیته جوړېدو له امله تخریب شوي او د انجنيرانو په خبره لا هم د ورانېدو په حال کې دی.

راپور: شاه‌محمود شینواری

XS
SM
MD
LG