افغانستان کې د امريکا تر ستراتېژۍ وروسته د هند رول پراخېږي

پاکستان په سيمه کې د ترورېزم قرباني دى، که د دې پديدې ملاتړى هېواد؟

د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره د امريکا متحده ايالاتو د پوځي ستراتېژۍ تر اعلان وروسته پر اسلام‌اباد فشارونه زيات شوي چې په خپله خاوره کې د افراطي وسله‌والو پر ضد اقدام وکړي.

په عين حال کې د پاکستان له سرسخت رقيب هندوستان څخه غوښتنه شوې چې د افغانستان د لانجې په حل کې خپل رول زيات کړي.

په اګست مياشت کې د امريکا د نوې ستراتېژۍ تر اعلان وروسته په دې اړه په کابل، واشنګټن، نوې ډېلي او اسلام‌اباد کې بحثونه، انتقادونه او سفرونه زيات شوي دي.

په دې اړه نور جزئیات د صالح محمد صالح په راپور کې واورئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د صالح محمد صالح راپور.