د ښوونکي نړیواله ورځ او د افغان ښوونکو پر خپل حال پاتې ستونزې!

نن "پنجشنبه" د مېزان ۱۳مه نېټه ده چې د ښوونکي له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

دغه ورځ هر کال په افغانستان او نړۍ کې لمانځل کېږي او د ښوونکو د درناوي لپاره بېلابېلې غونډې جوړېږي.

په افغانستان کې د ښوونکي ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې د دغه هېواد ډېری ښوونکي لاهم له ګڼو اقتصادي ستونزو سر ټکوي.

افغان ښوونکي شکایت کوي چې د دوی تنخواګانې د کورنۍ اړتیاوې نه‌شي پوره کولای.

د لیمې په نوم یوې ښوونکې ازادي راډیو ته وویل، کومه تنخوا چې د کار په بدل کې اخلي ستونزې یې پرې نه‌حلېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"د ښوونکو اوسنی معاش حتی د لارې کرایه هم نه‌کېږي، هغه خو لیرې خبره ده چې په دې معاش د خپلو ماشومانو په تحصیل او ورته سم خواړه برابر کړي."

دا په داسې حال کې ده چې پخوا تر دې جمهور رئيس محمد اشرف غني ویلي وو چې په راتلونکو کلونو کې به د ښوونکو د ستايلو پر ځای، د دوی ستونزو ته په بنسټيزه توګه د حل لاره وموندل شي.

ولسمشر غني تېر کال د ښوونکي په ورځ د کابل د اماني لېسې څخه د لیدنې پر مهال.

په همدې حال کې یو بل ښوونکی اکرام‌الدین وايي، حکومت له ژمنو سره سره بیا هم د ښوونکو د ژوند د ښه کېدو لپاره اقدامات نه‌دي کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"اوس‌مهال ټولو ته جوته ده چې ښوونکي په ټولنه کې ډېر یو ضعیفه ژوند لري، دولت هغسې چې لازمه ده پاملرنه نه‌ده کړې، معلمین کور نه‌لري، معلمین کوپون نه‌لري، کوم بل مادي امتیاز نه‌لري چې دوی وکولای شي، په ډاډه زړه باندې په ښه فکر باندې د هېواد بچیانو ته زده‌کړې ورکړي، اوس‌مهال یو معلم ۷ زره افغانۍ معاش لري، نو دولت باید دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي."

د دې تر څنګ ډېر ښوونکي د سرپناه یا کورونو له نشتوالي سره هم مخامخ دي.

دغه ښوونکي وايي، له خپلو تنخواګانو د کورونو کرایې ورکوي چې له دې امله د دوی ستونزې څو برابره زیاتېږي.

یو له دغو ښوونکو وايي:

"نوم مې سید محمد دی، دولت څو ځلې موږ سره د نمرو د وېش ژمنه وکړه، خو دا څویم کال دی چې دغه ژمنه‌یې پوره کړې نه‌ده، زموږ هیله دا ده چې موږ ته دا نمرې راکړل شي، موږ ډېر سخت اقتصادي ستونزې لرو."

له دې سره یو شمېر زده‌کوونکي هم شکایت کوي چې د ښوونکو روانو ستونزو ته د نه‌پاملرنې له امله د دوی ښوونیز درسي نصاب هم له ستونزو سره مخ شوی دی.

دوی وايي:

"زما نوم زرغونه ده کله چې ښوونکی زموږ ټولګي ته راځي تر ډېره خپلې اقتصادي ستونزې راته بیانوي، اکثره‌یې حتی دوکانداري کوي یا په نورو ځایونو کې دندې لري."

د افغانستان د پوهنې بهیر دا مهال د کمیت له مخې د ستاینې وړ، خو وړتیا یې ډېرې اندېښنې زېږولې دي.

یو شمېر کسان په دې اند دي چې د ښوونکو د اقتصادي ستونزو له وجې حتی د افغانستان د ښوونځیو یو شمېر زده‌کوونکي د ګاونډیو هېوادونو له زده‌کوونکو څخه هم د پوهې له پلوه وروسته پاتې دي.

په همدې حال کې د پوهنې وزارت پخواني مرستیال صدیق پتمن وویل، د ښوونکو د ذهني ارامتیا پرته به د زده‌کوونکو ښوونیز نصاب له ستونزو سره مخ وي.

صدیق پتمن

نوموړي زیاته کړه:

"کله چې د یوه ښوونکي ذهن ارامه نه‌وي هغه څنګه کولای شي چې زده‌کوونکو ته زده‌کړه ورکړي، حل لاره دا ده چې موږ باید شته امکاناتو څخه په سمه توګه د ښوونکو د ستونزو هواري لپاره کار واخلو او بله خبره ده چې حکومت باید داسې طرحه جوړه کړي چې کورنۍ د ستونزو په هواري کې شریکې کړي."

اوس په افغانستان کې ۱۷۰۰۰۰ ښوونکي په نږدې ۱۲ ښوونځیو کې اووه میلیونه زده‌کوونکو ته درس ورکوي چې له دې ډلې ۳۳ فیصده‌یې ښځینه ښوونکې دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکي وايي، د ښوونکو ډېری ستونزې هوارې شوي او تر ۸۵ زرو پورې ښوونکو ته نمرې هم وېشل شوې دي.

کبیر حقمل

د پوهنې وزارت د نشراتو رئیس کبیر حقمل ازادي راډيو ته په دې اړه وویل:

"د دوی معاشونه پر خپل وخت ورکول کېږي، په کومو ځایونو کې چې دغو ښوونکو ته درسي مکلفیتونه ډېر شوي د اضافه ساعتونو پیسې ورکول کېږي، په دې ډول موږ له خپلو امکاناتو سره سم تر ۸۵ زرو پورې ښوونکو ته موږ نمرې وېشلې دي، لږ تر لږه موږ په دوو برخو کې نوښت راوستی دی، منطقوي معاشونه سږ کال منضور شوي دي چې دوی ته به ورکول کېږي."

نوموړي همدارنګه وویل، ولسمشرۍ ماڼۍ او ښار جوړونې وزارت ته‌یې وړاندیزونه کړي دي چې د ښوونکو لپاره ځانګړي ښارګوټي په پام کې ونیول شي.

سره له دې چې د پوهنې وزارت د ښوونکو د ستونزو د هواري خبره کوي، خو د افغانستان د ولسي جرګې د پوهنې او لوړو زده‌کړو د چارو کمېسیون غړي په پوهنیز ډګر کې ګڼو ستونزو ته اشاره کوي.

د دغه کمېسیون یوې غړې راضیه سعادت منګل ازادي راډيو ته وویل:

"بدبختي په معارف وزارت کې اوس دا ده چې هلته څو بېلابېل ګروپونه کار کوي، رهبري د معارف داسې چاته ورکړل شوې چې هغه اصلاً د معارف له تشکیلاتو خبر نه‌دی، یو ښوونکی په یوه برخه کې مقرر کړي وزیر چې راځي هغه بېرته غیر قانوني بل څوک معرفي کوي، د ښوونکو ستونزې ډيرې دي، پخوا چې کومه اضافه کاري ورکوله هغه اوس نه‌ورکول کېږي لږ تر لږه باید معاش‌یې پر وخت ورکړل شي."

د افغانستان د پوهنې وزارت بیا دغه ادعاوې ردوي او وايي چې ښوونکو ته معاشونه پر خپل وخت رسېږي او کومې ستونزې چې لري د هواري لپاره به‌یې جدي اقدامات وشي.

خو د ولسي جرګې غړي خبرداری ورکوي، که چېرې د پوهنې نظام روانو ستونزو ته جدي پاملرنه ونه‌شي د افغانستان راتلونکی به له ګڼو ستونزو سره مخ شي.

راپور: ناجیه ساپۍ