جېمز مټېس د امریکا د نوې ستراتېژۍ د اغېز په اړه کانګرس ته معلومات ورکوي

د امریکا دفاع وزیر جېمز متېس به نن سې شنبه د امریکا د کانګرس د دواړو جرګو د یو شمېر غړیو ګډې غونډې ته حاضر شي او د افغانستان په اړه به د ولسمشر ډونالد ټرمپ د نوې ستراتیژۍ او په لویه کې د سیمې پر ثبات د هغې د اغېز په اړه خبرې وکړي.

متېس به د متحدو ایالتونو له لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورډ سره یوځای د امریکا د سنا او استازو جرګو د پوځي خدماتو د کمېټو غړیو ته تراوسه پورې په دې ستراتیژۍ کې د پرمختګ او په وړاندې یې د ستونزو په اړه خپله ارزونه وړاندې کړي.

متېس تېره اوونۍ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د ولسمشر ټرمپ پر نوې ستراتیژۍ له هندي او افغان چارواکو سره د خبرو لپاره ډیلي او کابل ته سفر وکړ.

د دې ستراتیژۍ پر اساس امریکا څو زره نور سرتېري افغانستان ته رالېږي.

متېس د چهارشنبې په ورځ په کابل کې له ولسمشر غني سره په یوه ګډه خبري غونډه کې په دې اړه وویل:

متېس په کابل کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د وینا پرمهال.

"زه اوس نه غواړم چې د مشخص شمېر په اړه څه ووایم، له امریکايي پوځیانو پرته د ائتلاف نور ځواکونه هم شته چې افغانستان ته راځي، نه غواړم چې دښمن ته ووایم چې موږ دقیقاً څه کوو، خو اصلي خبره د دې یقیني کول دي چې ستاسو د ځواکونو پر ضد د جګړې په میدان کې د طالبانو د هلوځلو په وړاندې برلاسي شو، تر کومه ځایه پورې چې له پاکستان سره تړاو لري، موږ به پاکستان وڅارو چې څه کوي، له پاکستان سره به وږغېږو."

دا په یوه اوونۍ کې دوهمه استماعیه غونډه ده چې لوی درستیز جوزف ډانفورډ پکې ګډون کوي.

ده تېره اوونۍ د سنا جرګې غړیو ته توضیحات ورکړي وو.

ډانفورډ وویل، امریکايي پوځیان په افغانستان کې د انتقال په حساس پړاو کې دي خو د ولسمشر ټرمپ نوې تګلاره پر پوځي چارواکو محدودیتونه لېري کوي او همداراز د دې لپاره چې د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي د هغوی د شمېر لپاره ټاکل شوی محدودیت پای ته رسوي.

د تېرې سپټمبر میاشتې په وروستیو کې متېس افغانستان ته د ۳۵۰۰ امریکايي پوځیانو د لېږلو امر لاسلیک کړ چې ورسره په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر تر ۱۲ زرو اوړي.