ولسمشر غني: اوسني یزیدیان غواړي د افغانانو ژوند تریخ کړي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د ښمنان دې پوه شي چې د افغانانو ترمنځ نفاق نه شي رامنځته کولای.

افغان ولسمشر وايي، دښمنان غواړي چې په جوماتونو، بازارونو او له ګڼې ګوڼې په ډکو سیمو کې انتحاري حملې وکړي او په دې خاوره کې هر ورځ یوه نوې کربلا جوړه کړي.

ښاغلي غني د یکشنبې په ورځ په کابل کې د امام زمان په جومات کې د عاشورا په مناسبت وینا کوله وویل، افغانان یو ملت دي پر یوه واحده دین عقیده لري او مذهبونه یې ویاړي دي.

ښاغلي غني وویل د وخت یزیدیان غواړي چې په اوسنیو شرایطو کې پر افغانانو ژوند تریخ کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان خلک په دیني اعتدال باور لري او د هیڅ لوري افراطي تعبیرونه چې د تفرقې او دښمنۍ لامل کېږي، نه مني، افراط چې د تفرقې او جنګ او شر لامل ګرځي د اسلام له جوهر او حقیقت سره سمون نه خوري."

ښاغلي غني زیاته کړه چې له نېکه مرغه افغانستان د اسلامي مذهبونو د همزیستۍ نمونه او ویاړ دی او دښمن له پرلپسې هڅو سره ونه توانېد چې د دوی ترمنځ نفاق راولي.

دا په داسې حال کې ده چې شااو خوا پنځه ویشت ورځې مخکې پر همدغه جومات یوه انتحاري او ډله ییزه حمله وشوه چې ۲۸ تنه په کې ووژل شول او تر ۵۰ زیات ټپیان شول.

Your browser doesn’t support HTML5

روغتیا وزارت: پر جومات حمله کې ۲۰تنه وژل شوي داعش یې هم مسؤلیت منلی

د دغه حملې مسؤلیت داعش ډلې پرځان منلی و.

د جمعې په ورځ د قلعه فتح الله پر اووم سړک یوې تکیه خانې ته څېرمه، په یوې بلې انتحاري حمله کې، شپږ تنه ووژل شول او لږترلږه څلوېښت تنه نور ټپیان شول.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې د عاشورا د مراسمو د لماځني په هدف ټینګ امنیتي تدابیر نیول شوي و.

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا رئیس محمد کریم خلیلي چې د عاشورا د ورځې په مناسبت یې په دې اړه په کابل کې یوې غونډې ته خبرې کولې پر افغانان د یووالي غږ وکړ:

کریم خلیلي

"نن ورځ چې زموږ هېواد په یو بل ډول تر یرغل لاندې راغلی، باید موږ خپل یووالی نور هم ټینګ کړو او په یووالي سره له ځانه نه دفاع هم وکړو، ستاسو هېواد ستاو عزت دی."

د محرم د میاشتې له لسمې نېټې د عاشورا د ورځې په مناسبت هر کال په افغانستان کې په خاص ډول د شیعه مسلمانانو له خوا ځانګړې غونډې او مراسم جوړېږي.

په دغو غونډو کې د مذهبي مشرانو تر څنګ افغان چارواکي هم ګډون کوي.

راپور: رحمت الله افغان