په پاکستان کې د عاشورا لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي

د تېرو کلونو په څېر سږ کال هم د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په ګڼ شمېر ښارونو کې د محرم د نهمې او لسمې ورځې د مراسمو لپاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي او په حساسو سیمو کې اضافي پولیس ځای پر ځای شوي دي.

پاکستاني رسنۍ د پولیس چارواکو په حواله وايي:

"د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور او د صوبې په نورو ګڼو سیمو کې د عاشورا لپاره د امنیتي تدابیرو په لړ کې تعلیمي ادارې او بازارونه د ۳ ورځو لپاره بند کړی شوي، په شیعه مېشتو سیمو کې امنیتي څار لا سخت شوی او پر موټر سیکل د دوو کسانو پر سپرېدو هم بندیز لګېدلی دی."

امنیتي چارواکي وايي، د شنبې او یکشنبې په ورځ به د خیبر پښتونخوا د مرکز پېښور په ګډون د دې صوبې په هغو سیمو کې چې د عاشورا په وروستیو ورځو کې د امنیت له پلوه حساسې دي، د موبایل ټلیفونونو شبکې بندې وي.

او په ماتمي جلسونو کې ګډون کوونکي ته به تر تلاشۍ وروسته په جلوس کې د ګډون اجازه ورکول کېږي.

په پاکستان کې د عاشورا مراسم.

په عین حال کې د جمعې په ورځ د سند صوبې په مرکز کراچۍ کې د محرم د میاشتې د ۸ ورځې په مناست سخت امنیتي تدابیر نیول شوي و او په د ښار په ډېری برخو کې د موبایل ټلیفونونو شبکې د څو ساعتونو لپاره غېر فعاله شوې وې.

له بلې خوا بیا په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د اتشې چارواکي وايي چې د محرم میاشتې په لړ کې په خیبر پښتونخوا کې د امنیتي ستونزو له امله د غېر راجسټر کډوالو د رجسټرېشن پروسه هم څنډېډلې او په خبره یې چې دغه پروسه به تر عاشورا وروسته د دوشنبې په ورځ بېرته پیل شي.

په تېرو کلونو کې په پاکستان کې د محرم پر مهال پر سختو امنیتي تدابیرو سربېره د شیعه ګانوپر امام بارګاګانو او ماتمي جلوسونو بریدونه اوچاودنې شوي چې د جګپوړو پولیس چارواکو په ګډون پکې ګڼ شمېر کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د یادونې وړ ده چې په پېښور کې پر سختو امنیتي تدابیرو سربېره تېره ورځ د دې ښار په رینګ روډ سیمه کې یوه شخصي روغتون ته څېرمه بمي چاودنه وشوه چې د پولیس چارواکو په وینا لږ تر لږه ۳ کسان یې ټپیان کړل.

راپور: ذبیح مومند